دوردگو ولايت دسيد اباد ولسوالي په تنگي دره كې دتيري ورځي راهسي ځايې اوسيدونكي په ويره كې دي .
ددغي سيمي په امير قلا كې تيره ورځ د امريكايې ځواكونو دري ټانگه دځايې جنګياليو له خوا وه سوځول شول او پكې سپاره ټول سر تيري ووژل
درپوټونو له مخي پر امريكايې ځواكونو له بريد وروسته ځايې جنګاليو د امريكايې ځواكونو ځني مړى هم له ځانه سره وړي وو چې دپرون ورځي تر پلټنو وروسته لا تراوسه ځني مړى لا دركه دي .
له دغه بريده وروسته سيمه دامريكايې ځواكونو ، ملي اوردو او پوليسو له خوا قلابنده شوه او چاڼيز عمليات يې پيل كړل چې دامريكايې ځواكونو د عملياتو او بمباري له ويري پيښي ته نږدي كسانو چي ډيري ماشومان او ښځي ويي دخپلو كورنو پريښودلو ته اړ شول .
دوروستيو رپوټونو له مخي اوس هم په سيمه كې وضيت ترينگلي دي ، دامريكايې ځواكونو چورلكې په سيمه كې ټيټ پروازونه كوي او سلگونه ټانگونه هم ورسره دي . ديادوني وړ ده چې په دي وروستيو كې كابل ته په څوكليو ميټري كې پروت دوردگو ولايت هم دلسگونو نا امنه پيښو كوربه وو. .