د سهيلي پښتنوخوا مخور قومي مشر حاجي احمدخان اڅګزي د بلوچستان پر حکومت تور ولګاوه چي په شعار د مورنۍ ژبي د تعليم وعدې کوي خو په حقيقت کي داسي سيمي سته چي د پښتانه بچيو ته د تعليم سهولت له سري ورکول کيږي نه.
ښاغلي احمدخان لراوبر ډاټ کام ته وويل چي په ګلستان کي د تيرو شلو کالو راهيسي د څلورلکه پښتنو پر مخ فقط د يوې لومړنۍ ښوونځي دروازه خلاصه ده هغه هم د ايف سي لخوا.
نوموړي په کور دننه او بهر کي پر مشرانو ږغ وکړ چي د پښتانه بچي د تعليمي حق په ورکولو کي لاس په کار سي.