د پا كستان ګوښه كړل شوو قاضيانو لخوا حكومت ته يوه اّگئيني مسوده وړاندې كړل شويده چې په هغه كښې دقا ضيانو دبيرته پركاركولولپاره دقرار داداوپه اّئيني ترميمونو كښې پريوه وړانديزيز باندې دعمل كولو غوښتنه شويده اوپه مسوده كښې د ولس مشر مشرف ددريم نومبر اقداماتو او دپىسي او لاندې سوګند اخستونكو قاضيانو ته هم تحفظ وركړل شويدى دراپورونو ترمخه دغه اّئيني پيكج دلاهور هايكورټ يوه قاضي چمتو كړيدى او ويل كيږي قاضيانو دغه كار ځكه كړيدى چي واكمن اتحاد دقاضيانو دبحالۍ پرطرحه اختلاف لري.
دخيبر ايجنسۍ په سيمه تېراكښې له تيروڅلورو ورځو څخه روانو نښتو كښې تيره ورځ دوه نوركسان ووژل شول بلخواته د كرمې ايجنسۍ كښې قبايلو شپږ تنه نور امنيتي ځواكونوته سپارلي دي دراپورونو ترمخه دتېرا په جګړه كښې چې لښكراسلام او انصار اسلام ترمنځ روانه ده پكښې دوه تنه وژل شويدي چي له دي سره څلور ورځني مرګ ژوبلي شمير لسګونو تنوته رسيدلې ده ديوه بل راپور ترمخه په سوات كښې وسلوالو كسانو دمو سميات محكمې دفتر او دانجونو ښوونځي او دپوليسو يوسته ته اور اچولي دي په پيو چارسيمه كښې دپاكستان پيپلزګوند ځايي مخكښ دميرمنې او دوو ماشومانو په شمول وژل شويدي په مالم جبه كښې وسلوالو كسانو چيرلغټر باندي لګيدلي چوكي سيندته غورځولي دي بلخوا ته د تحصيل كبل په سيمه كښې د يو نين ناظم پركور په وسلوال بريد كښې دناظم دكور نوكر ژوبل شويدي.
دټانك په اړوند سيمه كښې دامنيتي ځواكونو او وسلوالو ترمنځ په نښته كښې دوه تنه ووژل شول او درې تنه ونيول شول بلخواته په جنډوله او كرمه ايجنسۍ كښې هم داورپكو په ضد عملياتو ته چمتوالي نيول كيږي دراپورونو ترمخه دټانك په اړوند سيمه كړي حيدر كښې دشكمنو كسانو د شتون خبر رسيدلو سره امنيتي ځواكونه سيمي ته ورغلل او ناڅاپه ورباندې ډزي وشوي په ځوابي ډزو كښې دوه تنه ووژل شول او درې تنه ونيول شول.
دقومي اسمبلۍ پرپنځو او ايالتي اسمبليو پر23 حلقو باندې ضمني انتخابات تر سره شول چې دهغه وروسته درايو شميرنه پيل شويده رايې اچونه سهار اته بجي پيل شوه او چي پرته دڅه ځنډڅخه دمازيګر ترپنځو بجو يې دوام درلود پر ځينو پولينګ سټيشنونو باندې دتاوتريخوالي رامنځته كيدو راپورونه وركول شويدي په چارسده كښې د مخالفو كانديدانو دپلويانو ترمنځ د ډزو راپورونه وركول شويدي خو بيا هم انتخابى پروسه سرته رسيدلې ده دكاناډايي كميسون غړو دځينو انتخابى مركزونو دوره كړيده او څارونكو ډلو دانتخابى مركزونو امنيت د ډاډ وړ بللى دى.
دپاكستان دكورنيو چارو سكرتر سيد كمال شاه ويلي دي د مومند ايجنسۍ ، خيبر ايجنسۍ او د دره اّدم خيل دامنيتي حالاتو څخه پيښورته خطر دى دشخصي ټلويزون سره په خبرو اترو كښې ښاغلى كمال شاه زياته كړه چي دپيښور په اړوند سيمو كښې دخرابو حالاتو له امله مو كلك امنيتي ګامونه اچتولو پريكړه كړيده چي مقصد يې دوسلوالو وپيښور ته د رسيدو مخه نيول دي دكورنيو چارو سكرتر دپوځ لخوا په لوړه كچه عمليات پيل كولو دامكان په هكله وويل چى تراوسه كوم داسي پلان نه لرو خو كه چرته اړتيا شوه نو داسي كولې شو.