1. میدان وردگ د كابل په ۲۵ کیلومتري کښي غرب طرف ته دکندهار او کابل پر لو لاره د جنتونو او دوږخونو تر منځ پروت دئ. په ۱۳۴۳ كښي ولايت سو. ډېر خلګ ئې وردګ دي نوځکه ئې ولایت هم په همدې نوم ونومول سو. سيدآباد، جغتو، چك، دايميرداد، جلرېز، نرخ، مرکزي بسهود اود بهسود لومړۍ حصه ئې ولسوالۍ دي چي ځیني ئې غزني او ځیني ئې کابل ته نږدې دي. تقریباً ټولي ولسوالۍ نا امنه دي. خلګ ئې هم ددولت دمخالف ځواک له خوا او هم ددولت دبې غورۍ په نتیجه کښي دامریکایانو له خوا سخت وځورول سول،بې ځایه سول، او دکابل په کنډوالو کښي ځای پرځای سول، هغه هم په لوړه کرایه. که زموږ دولت دغه ولایت ته توجه وکړي، ډېر عواید ځني ترلاسه کېدای سي. زراعتي ولایت دئ، ښه پرېمانه اوبه لري، پټاټې، سېب، زردالو، لوبیا او داسي نور تولیدات لري خو پر خلګو ئې ډېرسخت ژوند تیریږي.
2. وردګ چي لس زره افغانۍ پیدا کړي، یا په غزني کښي سماوار په راباسي یا دکابل په کمپنۍ کښي دسړک پر غاړه دپنچرمیني ماشین کښیږدي، که تر دې بالابود پیسې پیدا کړي، په بل ولایت کښي غټ کاروبار په کوي، ځکه خو کابل او غزني دوردګو له پاره یا دوږخونه یا جنتونه دي. افغانستان په وردګو اباد دئ خو وردګ په هیچا!
3. دکرزي په کابینه او حکومت کښي وردګو ډېري غټي چوکیاني نیولي وې خو تر میدان ښار په ها خوا، دپخو خښتو او کانکریټي کورنو پیدا کول ډېر ستونزمن کار دئ. خلګ ئې ډېر غریبان دي خو بیا هم په خپلو اولادونو تعلیم کوي. وردګ وايي چي یونس قانوني له عربو څخه وغوښتل چي په پنجشیر کښي هم عربي لېسې جوړي کړي، عربو ئې غوښتنه ونه منله، نو یونس قانوني همدا لیسې هم پر بندي کړې، چي دا ئې یوه بله بدبختي سوه.
4. وردګ مور وپلار دامکان ترحده کوښښ کوي چي خپلي لوڼي وتعلیم یافته ځوانانو ته ورکړي، هغه هم طبي ډاکټر، انجینر، قاضي او څارنوال ته خو اکثره وردګ چي ما پوښتلي دي، دښځو په مسئله کښي ډېرسخت دریځ لري.
5. باډي بیلډران، کراټه بازان، فوټبالران،باکسران چنداني په وردګو کښي نه سته، برېښنا امېل تکړه وردګه سندر غاړې ده خو که ځینو وردګو ته په لاس ورسي، نو والله علم چي څه به په وکړي ځکه چي داکثرو وردګو ورسره نه جوړیږي، وايي چي ددوی رنګ ئې ور بد کړی دئ خو که د ودرګ په موټر کښي کښېنې نو دبرېښنا امېل دا غزل به حتماً اورئ چي: یار مي په وردګو کي لوی شوی، غټي مټي سترګي ئې دي، ځکه مي دخپلي خولګۍ حق وربخښلی دئ.
6. دکندهاریانو او ننګرهاریانو غوندي،اسلام دوردګو په ټیکه دئ، په کابل کښي اکثره ملایان وردګ دي.
7. په داخل دوردګو کښي بیا جلا-جلا پښتو لهجې سته، دیوه روایت له مخي، وردګ دخوستیانو وروڼه دي نو ځکه ځیني وردګیان داسي پښتو وايي چي دسړي سم سر نه په خلاصیږي.
8. دمیدان ښار ځیني اوسېدونکي بیا نه داچي ځان تر وردګوبهترګڼي بلکي په ور ګډیږي هم نه. دمیدانیانو او وردګو ترمنځ لا دولایت مقام پر موقیعت موافقه نه ده سوې، وردګ وايي چي ولایت ددوی حق دئ مګر میدانیان ئې دغه ادعاردوي. وردګ بیا په خپل وار دکندهار څخه ناقل درانو ته چنداني وخت نه ورکوي او دناقلینو په سترګه ورته ګوري، دا بدبختي خو دپښتون په برخه ده. په تیرو ۱۴ کلنو کښي څو والیان وردګ ته واستول سول خو تر جبار نعیمي په ها خوا بل والي پکښي چنداني کار نه دئ کړی، داخبره وردګو وروڼو راته وکړه.
9. په پښتون میشتو سیمو کښي د نجونو د تعلیم پر وړاندي سخت خنډونه سته حتی لېسي ئې په بمونو والوزول سوې، ځیني خلګ ئې دحزب اسلامي پلویان دي، تعلیم یافته ځوانان ئې په ادبي او فرهنګي فعالیتونو کښي علاقه لري، ځیني بیا دجمعیت اصلاح غړي دي. داسي هم سوي دي چي ځیني ځوانان ئې دپوهنتونونو په درې میاشنۍ رخصتي کښي ددولت پر ضد جنګیږي، کله پکښي ووژل سي او کله بیرته پوهنتون ته تر رخصتي وروسته ورسي.
10. دوردګو غوښتني او دژوند شرایط ډېر ساده دي، په هرځای کښي په هره اندازه معاش کار کوي، په اروپايي پوهنتونو کښي ئې هم ځانونه تر پروفیسرۍ رسولي دي، له دې جملې څخه ئې پروفیسر علي وردګ دحقوقو اوعدالت په رشته کښي نړۍ وال شهرت لري. وردګ لکه جاپانیان، تقریباً ټول عمر ئې په مسافرۍ کښي تېر سي. وردګ دطالبانو پر ضد ونه جنګېدل نو ځکه مکتبونه ئې همداسي روغ پاته سول، همدا علت ووچي وردګ په تعلیم کښي تربل هر افغان مخ ته سول خو اوس چي سړی ورته ګوري، سم نه دي روان یا خو په جنګونو کښي اخته دي یا جنګونه ورباندي تحمیل سي.
ملګریو سلامونه او ښې هیلې وړاندې کوم.
د مهربان صیب لیک مې ولوست. لیک ډېر خوندور او ډېرو اړینو ټکیو ته یې نغوته په کې کړې وه. نو د ده ښکلو څرګندونو اړ باسلم چې د ده په دوام په ځینو ټکیو کې څه ورډېر کړم.
۲- وردګ چي لس زره افغانۍ پیدا کړي، یا په غزني کښي سماوار په راباسي یا دکابل په کمپنۍ کښي دسړک پر غاړه دپنچرمیني ماشین کښیږدي، که تر دې بالابود پیسې پیدا کړي، په بل ولایت کښي غټ کاروبار په کوي، ځکه خو کابل او غزني دوردګو له پاره یا دوږخونه یا جنتونه دي. افغانستان په وردګو اباد دئ خو وردګ په هیچا!
نه پوهېږم چې دا خوخوږي ده که پېغور؟
کار خو که سماوار وي که پنچرمیني، د عزت کار دی. دې کې څه ورانه نه شته. خپلو ماشومانو ته د ټیکلې (ډوډۍ) د موندلو لاره ده.
۳. د خواشینۍ سره به ووایم چې دا ستونزه زموږ په هېواد کې شته. که دا چار قانوني نه وای کړی او کوم پښتون د پنجشیر په برخه کړای وای نو سمدستي به یې د فاشیست ټاپه پر وهلې وای.
کورونه. په وردګو کې رښتیا چې ډېر کورونه د خټو دي. دا به هم د ویلو وړ وي چې وردګ یو ودانیز د کچګرۍ (ارخیتیکتور) سبک لري. سبک له پخوا زمانو څخه په سیمه کې پاتې دی. دوهمه یې دا چې د ودانیز فیزیک له اړخه د خټې (لمبدا شمېر) تر ډبره او تر سیمټو لږ دی. پر دې بنسټ د وردګو ساړه ژمي ته همغه خته ډېر ښه ودانیزه توکی دی.
۴. لومړی به ووایم چې په نړۍ کې به داسې مور او پلار نه وی چې خپل د ماشوم خوشالي او سوکالي ونه غواړي. دوهمه به ورډېره کړم چې تاسې خو یا د افغانستان څخه بهر زیږیدلي یاست او یا مو ډېر وخت د پښتونخوا څخه لرې تېر کړئ. وردګ د پښتون قام یوه برخه ده او پښتون قام ټول د خپلو ښځینو په ساتنه کې کلک دی. دا به له ډېرو ښو ځانګړنو څخه یوه وي!
۵. نه پوهېږم چې تاسو به د چا څخه اورېدلي وي خو وردګو کې سپورټ یو ډېر عادي کار دی. تیږه اچول، والیبال، ټوپوهنه..او داسې نورې لوبې شته. د وهنې په سپورټونو کې دومره ویلای شم، هغه وردګ چې کابل کې مېشت دي هغوی ځانونه په کانفو کې تر لوړه ځایه رسولي دي.
۶. ملایان. د اسلام ښودنه خو ډېر ښه چار دی. ویاړ ویاړ!
۷. ملګریو، په وردګو کې کړدود یو دی او سیمه ییز کړدودونه نه شته. خوستیان لکه ټول پښتانه زموږ وړونه دي. موږ د ټولو پښتنو او د هر پښتون کړدود ته په درنه سترګه ګورو.
د پېښلیک له خوا وردګ کرلاڼي پښتانه دي چې هغه کې د ځدرانو، ځاځیو، ګوربزو، تڼیو (چې دې خوست په سیمو کې مېشت دي) اپردیو، منګلو، خټکو، اورکزیو، وزیر، مسعود او داسو نورو سره تړاو لري نو خامخا به یې ژبه ورته پاتې کېږي. د ژبې او د کړدود په هکله به د ارواښاد استاد عبدالحی حبیبي کتاب ته (پښتو څورلس کاله پخوا) نغوته وکړم. ولولئ، ډېر ښه یې لیکلي. او دا چې د ځینو خلکو سر نه پر خلاسېږي؟ نو زما مشوره به هغې ډلې ته دا وي چې پښتو ژبه دې سمه زده کړي.
۸. مهربان صیب دا ښه ټکی راخیستئ.
خبره خو داسې وه چې د وردګ او د لوګر د ولایتونو جوړول هم په چل ول وو. پخوانی کابل د وردګو، لوګر او خپله کابل څخه جوړ و. او دې سیمه کې پښتو ژبه تر پاړسي پیاوړې وه. چې د پښتو ژبې پیاوړتیا یې د کابل څخه لرې کړې وي، د پښتنو لویې سیمې یې له کابله ویستې او د ولایت نومونه ورکړل. بیا چې په ولایت کې یې د پښتو او پښتنو واک لږ کړی وي، مرکزونه یې په داسې سیمو کې جوړ کړل چې هغه کې نیمه پاړسي ویل کېده، لکه میدان ښار!
د وردګو لویه ستونزه به همدا وي چې مرکز یې د کابل په خوله کې پروت دی او د لرې پرتو سیمو ته نه شي رسېدلی او یا نه غواړي چې ورسېږي. که چېرته د وردګو مرکز په چک او یا سیداباد (لودیځه خوا) وای نو د حکومت تګ او راتګ به ډېر و او په دې وجه به یې د خلکو سره اړیکه غته وای، لیدنې او کتنې به کېدای او د خلکو د ستونزو څخه به خبر وای.
دا چې میدانیان ځانونه هوښیار کڼي، دا نه یوازې د وردګو ستونزه ده خو ټول پښتون قام په دې ناروغۍ اخته و!
په دغو ټاکنیزو کې مې په ډېرو پاړسي رسنیو کې واروېدل چې ویل به یې: پښتنو ته ووټ مه ورکوئ، که یې ورکوئ نو د لویديځو پښتنو ته یې ورکړئ چې د پاړسیانو سره نژدې پراته دي او تر ختیځه باتمدنه او هوښیار دي!
ملګریو، د طلوع (د تلویزیون) د سیاست وخت تېر شو، یو هوښیار کاوه او بل بې انده! یو سپین بل زېړ او تور! دا زوړ سیاست او شخړه جوړونه نوره کار نه ورکوي. وردګ یو وردګ دی. وردګ، دورانی، ناقلین بل او بل نه لري. همداسې په پښتون قام کې که چېرته یوه یوه نمونه لاتر اوسه وي چې دې خبرو ته سر ورته کوي نور نو ټول پوه یو چې دا د انګرېز سیاست و، منګل یې په شینوارو ټکاوه او شینواري یې په منګل. په ار کې دواړه وړونه!
۹. د نجنو د ښوونځیو ستونزه دومره په وردګو کې شته که نه خو د کابل او د هېواد د شمالي برخو په غوښتنه او د پیسو په بدل کې به دا چار لانور پسې ستونزمن شوی وي.
د ځوانانو په هکله درسره همغږی یم ولې وردګو کې پرته له مځکو کرلو او بزګرۍ بل کار نه شته. دې کې حکومت او والیان پاتې وګڼئ.
۱۰. وردګ په رښتیا چې د کابل د جګړو ستړي شول او طالبانو ته یې لاس ورکړ. خو کله چې طالبان د شمالي ټلوالې او امریکې له خوا ووهل شول نو وردګ کې د دوی ولې پاتې شوې. دوهم یې دا وه چې دوی وبېرېدل چې کواکي بیا د مسعودیانو د کډوډۍ وخت راغی. نو ټوپک ته یې لاس کړ. هو، دې کې به څه د خپلواکۍ د ساتنې حس هم و. ولې امریکایانو د راتګ سره خپلواکي هم په ګواښ کې شوه.
د وردګو اکر ورځ په ورځ ښه کېږي. دې سره به د نوي والي حیات صیب هلې ځلې هم د کدر وړ وي. خو دغو ښه والي ته ځيني خلک خوشاله نه دي او د وضع د ورانه ولو په هڅه کې دي. چې ښه بېلګه به یې هغه بله ورځونی (راکټ) وي چې د ملي اردو د غړیو لخوا ویشتل شوی و او ماشومان یې شهیدان کړل.
ماشومان دې خدای پاک وبښي!
او دې نس ناسو چړاګانو ته په لومړي سر کې محکمه او په دوهم کې د دوزخ د اور په دعا یم!
مننه او په درنښت