خبريال چې ديوې ټولنې دسترگو او ژبي حيثيت لري اوس مهال په افغانستان کې دسختو ستونزو سره لاس اوگريوان دي . دسويلي اسيا دازادو رسنيو (سفما) دچارواکو له قوله دسږ کال په اوږدو کې لسگونه خبريالان گواښل شوي دي .
دغه خبريالان اکثره دهغو کسانو له لوري گواښل کېږي چې تر ډېره هده ځانونه وسله وال طالبان معريفي کوي خو دداسي گواښونو بېلگي هم شته چې پخپله دحکومتي چارواکو او جنگسالارانو له لوري داچاره ترسره شوې ده . دجنگ سالارانو ټکى ځکه يادوم چې دا زوروراوس ترډېره دښاغلي کرزي دحکومت برخه ده .
دټولنې دغه موهم ټبر(خبريالان) داسي نه دى چې په پوره ډول مسلکي او له ټولو ستونزو او کړاونو پاک دى بلکه په دغه ډله کې هم داسي کسان شته چې دتجربې دکمښت له کبله وخت ناوخته ستونزې ورپېښېږي خو دا په دې معنا نه ده چې خبريال گواکې په لوى لاس ځانته مشکلات جوړوي
. زموږ هيواد په تېره دېرش کلنه غميزه کې په هر ډگر کې تاوانونه ليدلي دي او اوس په يوه خوله دبيان ازادي په داسې حالاتو کې موږ ته راغلې چې زموږ هيواد او هيوادوال يې زغملاى هم نشي او په دې کې هم هېڅ شک نه شته چې ځينو خبريالانو به له دغه مقدس مسلکه ناوړه گټه اخيستې وي . خو دا ښايي دگوتو په شمېر خبر يالان وي .
دشهد عبدالصمد روحاني تر وژنه وروسته په افغانستان کې ډېرى خبريالان اندېښمن شول او ورسره جوخت ددغو خبريالانو اندېښنې تر ادارو پوري هم ورسېدې . ځينو نړۍ والو ادارو له نا ارامو سيمو خپل خبريالان ويستل او داسي مي هم له ځينو دوستانو څخه واورېدل چې ځيني خبري رسنۍ دخپلو کار کوونکو دډېروالي په اړه فکر کوي او هڅه يې داده چې کارکوونکي لږ کړي البته داخبره ډېره دقيقه او منطقي نه ښکاري . خو داټولي هغه اندېښنې دې چې اوس دخبريالانو ټبر ته ورپېښي شوي دي .
خبري رسنۍ دم گړى خپل کسان چې تر گواښ لاندي وي وپلازمېني کابل ته غواړي او کابل هم داسي خوندي نه دى چې باور دې په وشي .
هغه وسله والي ډلي او وسله والو ټوپکسالاران په کابل کې په ډېره ښه توگه خبريالان گواښي او داسي پېښي هم شته چې په ښار کې دننه دپوليسو په جامو کې او په پوليسي موټرو کې سپرو جنگسالارانو او يا دهغوى وفاداره مليشو مخامخ خبريالان گواښلي دي . داسي پېښي هم تر سترگوشوي چې ځينو خبريالانو له دغو ټوپک والو څخه پا امنيه قوماندانۍ کې رسما شکايت هم کړى خو دا ناتوانه حکومت دټوپک سالار په وړاندي دڅه کوولو توان نه لري او همهغه خبره ده چې دزورور اوبه په لوړه خېژي .
دلته داسي حالت راپيدا کېږې چې خبريال دخپلو ستونزو په اړه چاته ووايي ؟ خبريال خو يو بې دفاع انسان وي او تر ډېره بريده دخپل ولس ستونزي راسپړي او يا په بله معنا دخلگو دخبرولو دنده پر مخ بيا يي .
ستونزه داده چې ټوپک سالاران وايي چې دوى خبريالان نه گواښي . طالبان وايي چې هغوى هم داسي کارونه نه کوي . مافيايي ډلي خو هسي هم نه دي معلومي چې چېرته دي ، حکومت خو بېخي درسنيو او خبريالانو دملاتړ دعوېداره دى نوبيا څوک دي چې په افغان خبريالانو پسي يې دجنجال جوړونې څراغ را اخيستى دى ؟
که څه هم مخامخ داخبره هيڅوک نه مني خو بيا هم داتر لمر سپينه خبره ده چې دخبريالانو په گواښلو او هغوى ته په شکنجه ورکولو کې تر ډېره هده دهغو کسانو لاس دى چې په يوه نه يوه بڼه له حکومت سره تړاو لري او په دې ډاډه دي چې دوى ته څه نه ويل کېږي . که دوى په دې پوهه شي چې حکومت په خبريالانو خفه کېږي نو بيا به يې ډاگيزه مخالفت يوازي وسله وال طلبان کوي . خو دا سي هم نه ده چې وسله وال طالبان نو لاس تر زنې ناست دي هغوى هم کوښښ کوي چې دغه ټبر تر خپلې ولکې لاندي راولي .
په دې کې هيڅ شک نشته چې دبيان ازادي اوس مهال په هيواد کې يوه نوې پديده ده او تر ټولو لوى گواښ اوس همدغې نوې پديدې وخبريالانو ته جوړکړى دى .
زما وړاندېز حامد کرزي ته دادى چې يا خو دبيان پر ازادي بندېزولگوه چې خبريالان په کراره شي او يادي هغه وسله وال در کښېنوه چې ستاسو دحکومت له نومه په استعفادې خبريالانو ته گواښونه کوي .
دافغانستان ملي امنيت دا معلومه ولاى شي چې چې ده ثور د٨اتمې په بريد کې دپاکستان داستخباراتي ادارې ISI لاس دى خو دا نه شي معلومه ولاى چې دصمد روحاني په وژنه کې دچا لاس دى؟ اويا په بله معنا دا هم نه ورمعلومېږي چې خبريالان څوک گواښې ؟
ولس مشره !
که غواړې چې په کور کې دننه دولس او له کوره دباندي دنړۍ والو ملاتړ تر لاسه کړې نو په لومړي سر کې دبي بي سي دخبريال عبدالصمد روحاني قاتلانو ته جزا ورکړه او له هرډول محافظت کاري پرته يې څېرې بربنډي کړه .
همداراز په کابل او ځينو نورو سيمو کې دامنيتي ساتونکو په جاموکې ټوپکسالاران هم په دې وه پوهه وه چې خبريالان زموږ دولس سترگي دي او دوى بايد په گواښنو سره له کاره ونه گرزول شي .
اوکه دانهشې کولاى نو دا تش په نوم ډيموکراسي او دبيان ازادي بنده کړه چې بيا خبريالان په دغونومونو ونه ترټل شي .