د هلمند ولايت د لښکرګاه ښار د صافيانو په سيمه کي د پوليسو پر يوه رنجر موټر د ليري څخه د ريموټ کنټرول چاودنه سوې چي له امله يې موټر ويجاړ سوى ، يو پوليس وژل سوى او بل ټپي سوى دى .
د هلمند د پوليسو مشر مل پاسوال محمد حسين انډيوال ددې پيښې د پخلي تر څنګ وايې چي په تړاو يې څو تنه شکمن کسان د يوه لړ اسنادو سره نيولي دي چي اوس تر پوښتنو ګروېږنو لاندي دي .
تر اوسه ددغي پيښې مسؤليت چا پر خپله غاړه نه دى اخيستى .