غزل
بس چې لاس نيولی دې روان کړمه
ووايه چې څنګه دې جانان کړمه
ما مې درته زړه څومره ارزان درکړ
ښکليه چې نور دې څومره ګران کړمه
مينې دا احسان دې تر قيامت منم
مينې زه دې بيا يو ځلې ځوان کړمه
زه چيرته او داسې شاعري چيرته؟
ستا غزالو سترګو غزلخوان کړمه
(( بازه)) خداې دې تا راته ژوندی لري
بې له تا به څرنګه ګذران کړمه
غزل
کله کله زه په زړه کې له خپل ځان سره لګيا يم
نه توبه خدايه غلط شوم، له جانان سره لګيا يم
د ظمير په محکمه کې چې مجرم کله ځان وينم
نو بيا هله په دې پوه شم چې انسان سره لګيا يم
څومره ښکلی تصور دی، څومره ښکلي يې يادونه
د زړه غم غلطومه، له ارمان سره لګيا يم
نيمه شه ده چې راياد شوې، ای نثاره زما ياره
اوس نو ستا له څانګې څانګې ارغوان سره لګيا يم
غزل
جانانه ځکه درته ځير ګورمه
زه مې ستا سترګو کې تصوير ګورمه
دا ښکلي ولې رانه ډډه کوي؟
په کوم پالي مې خپل تقدير ګورمه
چې مې دا زړه چا سره کلک وتړم
چيرته د مينې يو ځنځير ګورمه
نن به ښه ډېر دا ښکلي وڅارمه
کوم نازولی په کې پير ګورمه
په خدای دا زړه مې پرې راټول غوندې شي
راټول ياران چې د بهير ګورمه