وروسته له هغې چې د میدان وردګو ولایت د پاسپورټ مدیریت کې د فساد د شتون او نورو چارو په اړه شکایتونه وشول،د میدان وردګو والي د دغه مدیریت له بېلابېلو چارو څخه لیدنه وکړه او د مامورینو او مراجعینو ستونزې پخپله واوریدې .
د دغه لیدنې په ترڅ کې یو تن پاسپورټ اخیستونکي عبدالمالک وویل شاوخوا دوه میاشتې کیږي،چې پاسپورټ یې ورکړی خو لا یې هم ورته چارې نه دي بشپړې کړي او هره ورځ د خپل پاسپورټ د چارو د معلومولو په موخه دغه مدیریت ته تګ راتګ کوي .
د وحیدالله په نوم یو بل تن وویل هغه کسانو چې له نوموړی سره یې یو ځای د پاسپورټ اخیستلو چارې پیل کړې وې،د پاسپورټونو اخیستلو ترڅنګ بهر ته هم ولاړل،خو د نوموړی د پاسپورت چارې نه معلومیږي .
دغه شکایت کوونکو غوښتنه وکړه،چې دوی ته دې د پاسپورټ د ورکړې ټاکلې ورځ معلومه شي او همدا راز د پاسپورټ اخیستنې په اړه دې قانوني قوانین دوی سره شریک شي .
په دغه مراجعینو کې یو هم په ډاګه نکړه،چې د پاسپورټ مدیریت کې دې ورڅخه پیسې اخیستل شوي وي خو د کارونو د ځنډونې له امله یې په پرلپسې ډول شکایت وکړ.
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د پاسپورټ مدیریت کارکوونکو ته لارښوونه وکړه،چې له دې وروسته دې هغه کسانو ته چې په دغه ولایت کې د پاسپورټ لومړنۍ چارې بشپړیږي،د پاسپورټ د ورکړې ټاکلې نیټه ورکړي .
نوموړی همدا راز دغه کارکوونکو ته وویل چې هغه قوانین چې د پاسپورټ د اخیستلو په اړه شتون لري، باید د مسؤل کسانو د لاسلیک په شته والې سره د مدیریت مخې ته وځړول شي،ترڅو خلک د پاسپورت په اخیستلو او قوانینو وپوهیږي .
د میدان وردګو والي ژمنه وکړه،چې له دې وروسته به هیڅوک په دغه ولایت کې د اړېکو له مخې په دغه مدیریت کې خپلې چارې له نورو مخکې نکړي .
هغه د مرکزې ادارې څخه په جدي ډول غوښتنه وکړه،چې د دغه ولایت پاسپورټونو جوړولو چارې ګړندۍ کړې،ترڅو په یاده برخه کې د ولسونو شته ستونزې حل شي .
دا په داسې حال کې ده،چې د میدان وردګو ولایت شاوخوا زر پاسپورټونو چارې په میدان وردګو ولایت کې بشپړي شوي،خو د پاسپورټ په عمومي ریاست کې له ځنډ او خنډ سره مخامخ دي.