ټوله شـپه څراغ په لاس کی گرځیدمه کور په کور
چی معلوم کړمه دا ښار کی کوم یو کور دی کوم يو گور
چی پـیدا کړم، چا بل کړی دا تورتم کی څراغونه
څوک د مرگ په خوب بـیده دی، شاته کـړی یی غـمـونه
هـدیره راته ښـکاره سوه ټـوله ښار له بـده بـخـته
هـغه کـور چی چـا بالـه به، هـغه گـور وو لا له وخــته
چی بــیدار وو هـغـه غـل وو یا نشه تللی له ځانه
لـه کـــورو هـمــدوی راوتــی، نـا آرامـــه، پــریــشـانـه
یـو ناڅـاپه می نـظـر سـو پـر کـړکۍ د یـوه کـور
پــه الـلـه الـلـه زارۍ وو یــو ســړی پـه ســر سـرتـــور
د دوږخ او د عــذاب له ویــری نـه ژړل هـا تـن
نـه زارۍ یـی داولاد وی نـه چی جـوړ سی لـوی شـتمن
نـه لیــوال وو د ماڼـیو چی کـښی ناسـتی گلـبدن
نـه یی غـوښــته جایـدادونه، نـه کـوم بـاغ او نـه گلـشـن
نـه یی شـوق د حکـومت وو، لــیډری یا مـشری
نــه د سـرو سـپــیـنو پـه غـم کی، نـه د نـورو مـهــتـری
څه عجـیـب غـونـدی غوښـتـنه یی لرله ها سړی
پــه ژړا، پــه تـضــرع وو، پـــه زارۍ، پـــه اســويــلی
ول را وښـــیه ومـاتـه زمـا مـقـام علــیـم بــاداره
پـه هــمدی مـی بــیا مــونـده سـی د بـریــو ســیـده لاره
په ما وپـیژنی ځان خـپل، ده زارۍ کولی ډیـری
مـخ د هــیلی یـی آســمان تـه پـه ژړا لـه ډیــری ویـری
څه به وپـیـژنم تا زه، چی زه نه پـیژنم ځان خپل
خلـیــفه بـه دی یـم څـنـگه چی جـاهـله یم د شـان خـپـل
رسـومه به یی څـنگه رسالت چی دی راکـړی؟
انـدازه بـه یـی کـړم څـنگـه شـرافـت چـی دی راکـړی
چی بیتامی سرټیټ کړی هرطاغوت وهرسونډاته
زه بـه څـنگـه چـاتـه وایم چی سر ټـیټ نکـړی بلـچاته
که می خـپـله وی پـغـاړه پوخ ځـنځـیر د غلامۍ
څـه تـلـقــیـن بـه کـوم بـل تــه، د خــپل واک او آزادۍ
اطمـنان به کلـه راسی چی می نـفس وی اماره
هـا ژونـدون بـه څه ژونـدون وی چی د بـل پـه اشاره
په ژړا کی یی ویـله هـا سالک د زړه له تابه
پـیـژندنه د ځان راکړی ای حکـیم ربه وهابه