کور / تازه خبرونه / پښتو کنفرانس: پښتو باید د رسمي ژبې په توگه ومنله شي

پښتو کنفرانس: پښتو باید د رسمي ژبې په توگه ومنله شي

کوټه :دبي بي سي خبر له مخې د پښتو نړیوال کنفرانس غوښتنه کړې ده چې د پاکستان پښتون مېشته سيمو کې بايد زده کړې په پښتو ژبه وي.دا کانفرانس چې ” د پښتو ژبه نړيوالتوب، ننگونو شونتياو” تر سرليک لاندې د بلوچستان ايالت په مرکزي ښار کوټه کې جوړ شوى و ، له پاکستان، افغانستان، ځيني اروپايي هېوادو، اوکاناډا څخه پکې علمي او فرهنگي شخصيتونو برخه درلوده.د غونډې ګډون کوونکو د مورنۍ ژبې پر ارزښت خبرې وکړې او د پاکستان په مرکزي حکومت یې غږ وکړ، چې پښتو باید د رسمي ژبې په توگه ومنله شي.د پښتو نړیوال کنفرانس ګډونوالو له حکومته او نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې پښتون مېشتو سیمو کې د جګړو له کبله نړیدلي ښوونځي ژر تر ژره بیا ورغوي.دغه غوښتنه د کنفرانس په پای کې خپاره شوي پرېکړه لیک کې شوې.یاد کنفرانس د شنبې په ورځ کوټه کې پیل شو.غونډې ته د محمودخان اڅکزي په ګډون یو شمېر مشرانو ویناوې وکړې غونډه کې د افغانستان، پاکستان، امریکا، جرمني او کاناډا نه راغلیو ګڼو ادیبانو ګډون درلود. د کنفرانس په اتو غونډو کې د پښتو ادب اړوند مسایلو په باب د غور تر څنګ مقالې هم ولوستلې شوې.غونډې ته د بلوچستان اعلی وزیر عبدالمالک بلوڅ، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي او د عوامي نیشنل ګوند یوه مشر افراسیاب خټک هم ویناوې وکړې.د کنفرانس په پای کې خپاره شوي پرېکړه لیک کې راغلي چې پښتو ژبه د ټولو پښتنو ګډ میراث دی او د پښتنو تر ټولو مهمه شتمني ده.د کنفرانس ګډونوالو وویل، پښتانه سوله خوښونکي دي او د پښتنو سیمو ته راوړل شوې ترهګري له منځه وړلو لپاره اړینه ده، چې ټول وسله وال سخت دریځي له دغو سیمو وشړل شي.کنفرانس کې دا غوښتنه هم وشوه، چې هر کال په ټوله نړۍ کې د سپتامبر ۲۳ مه ورځ د پښتنو د کلتور ورځې په توګه ولمانځله شي.په پرېکړه لیک کې راغلي، چې په ټوله نړۍ کې د شته څېړنیزو ادارو تر منځ د اړیکو لپاره یوه څلور کسیزه کمېټه جوړه شوې، چې وايي شپږ میاشتې مودې کې به ویبپاڼه جوړه کړې، چې په ټوله نړۍ کې به ورنه ګټه اخیستله کېږي.