ولسمشر محمد اشرف غني د پناه غوښتونکو په چاروکې د ملګرو ملتونو د سازمان د عالي کمیشنرۍ د اجرایي کمېټې له رئیس ښاغلي پدرو کمیساریو افونسو سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې پرون ماښام په ارګ کې ترسره شوه، ښاغلي پدرو کمیساریو افونسو افغانستان ته د خپل سفر د موخې په اړه جمهور رئیس غني ته معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه چې د پناه غوښتونکو په چاروکې د ملګرو ملتونو د سازمان عالي کمیشنري د افغان کډوالو د حالت د ښه والي او خپل هېواد ته د هغوی د بېرته راستنېدو په برخو کې د افغانستان له دولت سره همکاره ده.
ده د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کډوالۍ د عالي کمیسیون له جوړېدو څخه هرکلی وکړ او هغه یې د کډوالو د حالت د ښه والي لپاره یو مهم ګام وباله.
ښاغلي پدرو کمیساریو افونسو همدا راز په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په لاره کې د جمهور رئیس غني هڅې وستایلې.
جمهور رئیس محمد اشرف غني افغانستان ته د پناه غوښتونکو په چاروکې د ملګرو ملتونو د سازمان د عالي کمیشنرۍ اجرایي رئیس او ملګري پلاوي ته ښه راغلاست و وایه او د افغانستان کډوالو ته یې د یاد بنسټ له خاصې پاملرنې څخه قدرداني وکړه.
جمهور رئیس غني وویل چې د کډوالو ستونزې ژور اقتصادي او ټولنیز بعدونه لري چې په ځانګړې توګه ځوانان او ښځې له دغو ستونزو سره مخامخ دي او دا د افغانستان د حکومت لپاره له عمده ننګونو څخه دي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني زیاته کړه، هغه مهال چې په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي، زموږ هېواد به په یوځایي ډول د ګڼ شمېر کډوالو د بېرته راستنېدو له جدي ننګونو سره مخامخ شي، ځکه نو د افغانستان دولت به د پناه غوښتونکو په چاروکې د ملګرو ملتونو د سازمان د عالي کمیشنرۍ په همکارۍ په تدریجي او اضطراري ډول د کډوالو د راستنېدو لپاره تدبیرونه ترلاس لاندې ونیسي.
جمهور رئیس غني د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د سیمه ایزې همکارۍ په خاطر د یو چوکاټ شتون یوه اساسي اړتیا وبلله.
د دغې کتنې په پای کې ښاغلي پدرو کمیساریو افونسو جمهور رئیس محمد اشرف غني ته بلنه ورکړه په هغه نړیوال کنفرانس کې چې د پناه غوښتونکو په چاروکې د ملګرو ملتونو د سازمان د عالي کمیشنرۍ لخوا په راتلونکې میاشت کې د سویس هېواد د جینوا په ښارکې جوړیږي، ګډون وکړي.