خپلواکي داسي یو الهي او طبعي نعمت دی چي حتا حیوانات هم ددې عظیم نعمت ترلاسه کولو لپاره هر ډول سرښندني او قربانۍ ته چمتو وي. د خپلواکۍ اساسي راز د ملتونو سوکالۍ او نیکمرغۍ تشکیلوي.
د نړۍ هغه ملتونه چي د خپلواکۍ په نتیجه کي د امنیتي، اقتصادي، ټولنیزي او اجتماعي رفا سطحي ته رسېدلي، دغه ورځ په ډېر برم، ویاړ او شاندارو مراسمو سره لمانځي. دوی نظر و هغو ملتونو ته چي خپلواکي یې تر لاسه کړې، خو د ازادۍ د پورته ذکرشوي سهولتونو او مزایاو څخه برخمند نه وي، ددې ورځي د لمانځلو څخه ډېر خوند اخلي.
۴/جولای/۲۰۱۵ تاریخ باندي د امریکا متحده ایلاتو د برتانیا څخه خپله ۲۳۹مه د خپلواکۍ کلیزه په ډېر زور او ږوږ سره ولمانځل؛ عام امریکایان په ډېر افتخار او د خپل هیواد د بیرغ سره بازارونو ته راووتل. یو بوډا امریکايي چي د صحت له نظره ډېر کمزوری، د سړک تر څنګ پر یو چوکۍ ناست ؤ، و مي پوښتی چي: پدې نیمه شپه، پدغه حالت ولي دومره خوښ یې؟ ده په ځواب کي راته وویل، « موږ د خپلواکۍ د ټولو نعمتونو څخه برخمند یوو. تور پوستي، سپین پوستي او اسیایي نژاده ټول د یوه بیرغ تر چتر لاندي ژوند کوو؛ ځانونه د خپل هیواد د خپلواکۍ او ډیموکراسۍ ارزښتونو ته متعهد ګڼو. نن ورځ ځکه خوښ یم چي موږ دغه ارزښتونه و خپل راتلونکي نسل ته په میراث پرېږدو.»
موږ افغانانو هم خپله خپلواکي د ډېرلوړ قیمت په ورکولو سره لاسته راوړې ده. نو ځکه افغان ملت هم د نړۍ د بل هر ملت په څېر ددغي ورځي د لمانځلو پوره حق او استقلالیت لري.
خو، ایا موږ اوس هم یو خپلواکه او ازاد ملت یوو؟ ایا موږ د نړۍ د نورو خپلواکه ملتونو په څېر اقتصادي، اجتماعي، سیاسي، فرهنګي او ټولنیزه خپلواکي لرو؟ دا هغه سوالونه دي چي هر افغان (په ځانګړې توګه ځوانان) يې باید له ځان څخه په مسلسله توګه تپوس وکړي.
د بده مرغه موږ د خپلواکۍ اخیستو له ۹۶ کلونو وروسته لا هم د ازادۍ د اساسي ارزښتنونه څخه سالمه استفاده نده کړې. تش په نامه شعارونو، فېسبوکي عکسونو، د مخونو او دېوالونو په رنګولو باندي دغه ورځ لمانځو او په دې ډول ځانونه تسکینوو.
– افغانستان لا اوس هم د نړۍ د لومړیو پنځو بېوزلو هیوادونو په قطار کي ځای لري.
– افغانستان لا اوس هم د ۱۸۵ هیوادونو په منځ کي ۱۵۳ خپه هیواد دی.
– افغانستان لا اوس هم په نړۍ کي د کوکنارو ستر تولیدونکی هیواد دی.
– افغانستان لا اوس هم د فسادترینه هیوادونو په لیست کي دریم مقام لري.
– هره ورځ په لسګونه افغان ځوانان د مدیترانې په بحیره کي لا درکه کیږي؛ سلګونه افغان ځوانان خپل د ځوانۍ شرین وخت د اروپا او امریکا د مهاجرت په کمپونو کي د یو نامعلوم هدف لپاره خاوري کوي. لا اوس هم افغانان د دین او مذهب په نامه هره ورځ قربانۍ ورکوي. او داسې نور…
پورته ذکرشوو ناخوالو ته په کتلو سره ټول افغانان او په خاصه توګه افغان ځوانان دا مسولیت لري چي ازادي یو شعار نه بلکه یو تګلاره وګرځوي. د خپلواکۍ اساسي مېوه چي د ملت د سوکالۍ او نیکمرغۍ څخه عبارت ده، د لاس ته راوړلو لپاره کوښښ وکړي، تر څو خپل راتلونکی نسل ته دغه ارزښتونه په میراث پرېښودلای سي. دغه هدف او موخي ته د رسېدلو لپاره نورو ته تمه لرل د وخت زیان دی.
د شلمي پېړۍ مشهورازادي طلبه او مدني فعال مارتین لوترکینګ، د خپلواکۍ په اړه وايي: « هیڅ یو ظالم او ستمګر وړیا ازادي مظلوم ته نه ورکوي، بلکي مظلوم باید د قربانۍ په ورکولو سره خپله ازادي ترلاسه کړي.»
والسلام
احمد فرید امیري ا.ن.ج.