تېره اونۍ د افغانستان په تاریخ کې ډېره ترخه او خونړۍ اونۍ وه. په دې اونۍ کې په کابل، کندز، فاریاب، زابل، لوګر او ډېرو نورو سیمو کې، داسې درنې پېښې وشوې چې په سلګونه کورنۍ یې د ویر په ټغر کېنولې او دا خبره یې یو ځل بیا په ډاګه کړه چې د تاریخ ژرنده د انسانانو په وینو لیکل کېږي!
دا د نولسمې پېړۍ د یوه فلسفي انسان وینا ده چې د تاریخ ژرنده د انسانانو په وینو لیکل کېږي. د افغانستان تېرو اوه دېرشو کلنو په ډاګه کړه چې د دې خبرې په رښتینولي کې هېڅ شک نشته او د تاریخ په مشواڼۍ کې د خلکو د وینو رنګ پروت دی!
د تېرو څلورو لسیزو د پېښو پېچلتیا، ګونګوالی او چټکتیا، د هېواد ډېر خلک لار ورکي کړي او نه پوهېږي چې دا پېښې څنګه، ولې او د چا له خوا وشوې؛ خو د وینو ویالې پکې روانې دي.
د دې پېښو او بهیرونو مشران او فعالین ظاهراً افغانان او د همدې هېواد بچیان دي؛ خو د نړۍ او سیمې د ستراتیژیو د طراحانو او د لویو سیاسي، امنیتی ګټو د غوښتونکو ظرفیتونه دومره لوړ دي چې د پېښو افغاني لوبغاړي اکثراً د هغوی په اصلي موخو سم نه پوهېږي او د نورو د اهدافو په پلي کوونکو بدلېږي.
سردار محمد داوود خان د افغانستان یو رښتینی بچی و. دی په هېواد او خلکو مین و؛ خو د ده کودتا د هېواد په خیر تمامه نه شوه؛ ځکه چې د ده ملګرو دومره فکري ظرفیت نه درلود چې د سیمې پراختیاوې تعقیب کړي او سم لوری وټاکي.
محمد داوود خان له شوروي اتحاد څخه د لیرې والي د تګلارې قرباني او واک د خلکو دموکراتیک ګوند ته ورسېد.
د خلکو ګوند هم د افغانستان له پاره ښه ارمانونه درلودل. پرمختیا، سوکالي، ډوډۍ، ښوونه، کار، عدالت او داسې نور؛ خو په عمل کې هغه زیار ایستونکي د همدې ګوند او دولت په ضد پاڅېدل چې ګوند یې ځان خدمتګار باله! ځکه د ګوند مشرانو د نړۍ او سیمې د سترو سیاسي لوبو د درک وس نه درلود او وطن د بحران خوا ته لاړ.
دې ګوند هغه وخت ډېره ستره اشتباه وکړه چې شوروي پوځونه یې راوستل او ستره وطني جګړه پیل شوه.
په دې جګړه کې په لکونو خلک مړه، ټپیان او معیب شول؛ خو ګټې نورو وکړې.
په دې جګړه کې شوروي پوځونو ماته وخوړه؛ خو ها خوا د مجاهدینو په مشرتابه باندې د پنجاب او آی ایس آی غېږه چاپېریده او دوی یې د پاته افغانستان د شتمنیو او امکاناتو د محو کېدو له پاره په شا ټپول.
اوس داسې ښکاري چې د مجاهدینو مشرانو،هغه وخت د افغانستان د خپلواکۍ او سلامتیا له هیلو سره- سره، هغه ظرفیت نه درلود چې د آی ایس آی او پنجاب په پټو موخو پوهېدلي وای!
د مجاهدینو کاواکه واکمنۍ افغانستان له بده مرغه، د سیمې د استخباراتو د لوبو په وطن بدل کړ.
له مجاهدینو وروسته واکمنۍ هم همدا کمزورۍ درلودې، موږ احمد شاه مسعود له لاسه ورکړ، ډاکټر نجیب الله په دار وځړول شو، استاد برهان الدین رباني ځانمرګي په خپل کور کې وواژه او دا دی د طالبانو مشر ملا محمد عمر هم داسې مړ شوی یا وژل شوی چې کېدای شي کورنۍ یې هم په ډېر تفصیل نه وي پوه!
دا ټولې د استخباراتو لوبې دي. پیاوړي استخبارات کولای شي، یو څوک لوړو مدارجو ته وخیژوي او بیا یې په خوله بالښت کېږدي!
افغانستان د نړۍ، سیمې او ګاونډیو هېوادونو د استخباراتو د جګړې په ډګر بدل دی. هره ورځ چاودنې د خلکو ژوندونه اخلي او د هېواد ملي پانګې له منځه وړي.
په تېره اونۍ کې په کابل کې درنې چاودنې د پردیو کار دی. دې چاودونو په سلګونه کورنۍ د غم په ټغر کېنولې.
په افغانستان کې څو نیابتي جګړې روانې دي. د هند او پاکستان جګړه، د ایران او سعودي جګړه، د ایران او امریکا جګړه، د ماسکو او ناټو جګړه او داسې نورې چې ظاهري لوبغاړي یې دولت او وسله وال مخالفین یا طالبان او داعش دي؛ خو د پردو شاته نور خلک ناست دي او د خپلو فکرونو، تګلارو، دولتونو او حتی شرکتونو د ګټو له پاره، د شطرنج دانې مخ ته وړي او شاته وړي!
تر هغه چې د افغانستان خلک، سیاسي فعالین او مشران د ملي، وطني او مسلکي ظرفیت د لوړولو اصل په پام کې ونه نیسي، د اوسني حالت د ښه کېدو تمه کمزورې ښکاري او کېدای شي چې افغانستان نور هم ډېر زیانونه وګالي او ډېرې ککرۍ خاورې شي!
ملي یووالی افغانستان ژغورلای شي. په دموکراسي، طالبانیزم، جهاد او داسې نورو مقولو ډېر ټینګار له وطن سره ښکاره دښمني ده. باید په لویو ګټو فکر وشي!