نن ورځ کنړ والي په سرکاڼو ولسوالۍ کې یوې لويې غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې په دغه ولایت کې به د مافیا،او قاچاق جرړې له منځه یوسي او هغه کسان به په قانوني لارو سره مجازات کړي چې په دغه ناروا کړنو کې لاس لري.دغه غونډه د مخدره موادو پرضد د مبارزې لپاره د عامه پوهاوي په خاطر جوړه شوې وه.
کنړ والي وویل هیڅ چاته به اجازه ورنه کړي چې د کنړ ولایت د مظلوم ولس په عامه ګټو باندې لوبې وکړي او په دغه ولایت کې د انکشاف،عدالت او دقانون دحاکمیت مخه ونیسي،نوموړي له ولسونو وغوښتل چې د امنیت ،سولې او ثبات په تامین کې له خپل دولت سره همکاري زیاته کړي او په خپلو سیمو کې په ټینګه د نیشه یي توکو د کښت،قاچاق،تولید او تروریستي فعالیتونو مخه ونیسي.
کنړ والي دا هم وویل چې د پلان له مخې به د هرې ولسوالۍ د خلکو غوښتنو ته توجه وکړي او په دې خاطر به د هر مرکزي وزارت او مرستندویه موسساتو دراوزي وټکوي. پر ولسونو یې غږ وکړ چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواک په لیکو کې خپل اولادونه ولس او خاورې ته دخدمت په خاطر داخل کړي.
د یادې ولسوالۍ ولسونو د کنړ ولایتي ادارې مشرتابه ته د امنیت د تامین،نیشه یي توکو د کښت د مخنیوي او امنیتي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې د هراړخیزه همکارۍ ډاډ ورکړ او د یوه پریکړه لیک په اساس یې د دولت او ولایتي ادارې له تګلارو او کړنلارو څخه ټینګ ملاتړ اعلان کړ.