که څه هم دا لومړۍ غميزه نه ده ، چي موږ ورسره لاس او ګريوان کيږو ، په نړی کي يوازينۍ بدبخته افغان ملت يو ، چي وبهرني دښمن ته مو څه باندي دري لسيزي زموږ د وينو د تويولو زمينه مساعده کړې . چي ګټه يي سيمه ييز او نړيوال وړي ، خو غم او بربادي بيا زموږ په نصيب ده . که په نوره نړۍ کي يوه مرغۍ بي موجبه مړه سي د هغي د مرګ تحقيقات کيږي ، چي پر څه او د چا له خوا مړه سوه . مګر څه کم څلور لسيزي د ټولو نړيوالو د سياستونو د ازمويلو پلازمينه بيا موږ يو ، خو زموږ مرګ ته نه د انسان او نه د مسلمان په حيث کتل کيږي . که چيري په دا يوه نيمه لسيزه کي دا درو(پهنټاګون ، ممبيي او خيبر پښتونخوا ) کي چي کوم ډله ييز بريدونه وسوه ورته ځيرسو ، يادو هيوادونو او نړيوالو څومره غبرګونونه وښودل ؟
مګرموږ هره ورځ دغو درو پيښو ته ورته د خونړېو پيښو شاهدان يو . خو دسيمه ييزو يا نړيوالو هيوادو له خوا به مو يو داسي قاطع غبرګون نه وي ليدلی ، چي نور پر افغانانو د خپل مسلط سوي جنګ ته د پای ټکی کښيږدي . خو بيا هم زه نړيوال ګرم نه بولم ، ځکه نا اهله موږ خپله افغانان يو ، چي په مختلفو نومونو باندي مو و بهرني دښمن ته مو موقع ورکړي او د خپل کور دروازه ورته خپله پرانيزو . او هغه هم زموږ د وينوپه تويولو د خپل پاييښت دوام ته درومي .
خو موږ خپلو افغانانو د خپل ځان پر وژلو او يا د وطن دبربادۍ لپاره هيڅکله فکر ونه دريد . زموږ هرڅه صرف شعاري او احساساتي دي . که چيري د شاه شهيد دي ستري غميزي ته ځير سو ، ډير سوالونه او پوښتني موږ خپلو افغانانو ته راجع کيږي . چي موږ ولي دومره خاينان سو چي خپل د بقا په سوچ کي نه يو کله چي په سوشيل ميډيا خصوصا په فيس بوک کي د ځوان او لوستي کهول نظرونه او وړاندويني وګورو ، هيڅ يوه داسي خبره نه په کښي معلوميږي ، چي هغه دي د افغانانو بنيادي ګټه ولري . زموږ هرڅه ويناوي پر احساساتو ولاړي دي . دا پوښتنه نسته ، چي دا چا او د څه مقصد لپاره وکړه . او تر دي ځايه يي رهبري چا وکړه . او دداسي پيښو د مخنيوي لپاره بايد کوم تدابير د راتلونکي لپاره ونيول سي ؟
تر دي ، چي موږ ورک دښمن معلوم کړو موږ افغانان وړونه يو بل ته په سنګر کي ناست په سپکو سپورو او ښکنځلو ګزارونه سره کړو . که ددغو سپکو سپورو پر ځای باندي ، موږ خپلو ګريوانو ته يوار سر ورکښته کړو ، چي د شعاري او احساساتي خبرو څخه ماسيوا د کوم افغان لپاره عملي اوګټورکار کړی دی ؟
جاپان چي په يوه ورځ زموږ سره خپلواکي تر لاسه کړه ، هغو کومه فيصله وکړه ؟ چي نن په ټوله نړۍ کي په صنعت کي لومړۍ مقام لري ، مګر موږ تراوسه پوري پر سمتي ، قومي او ژبني تربګنيو ولاړ يو . خو چي په هر اورګان کي دنده ولرو ، هغه غريب افغانان چي واسطه او پيسه ونه لري د هغوی يو عادي کار يي په هفتو ځنډوو او بيا له ځانه سپينه مرغۍ جوړه کړو ، خو بونه د پاني پت او ډهلي بيانوو.
تر ماپوري ددي سپيڅلي خاوري هر بچي ددي خپلي خاوري سره جفا کړي ، هغه که په هر نوم او که په هر شکل وي .
دا وطن د فيسبوک په ګرمو خبرو ا واحساساتي ويناوو نه جوړيږي ، دا دعمل جامه غواړي . ددي ټولو ناخوالو لپاره بايد يو بل ته د ورورګلوی لاس ورکړو ، متحد سو ، دا سمتي او ژبني او قومي تربګنۍ بايد شاته کړو څه چي وايو په عمل کي يي هم بايد ښکاره کړو ، بيا خپل منزل ته رسيدونکي يو خو په تشو احساساتي خبرو وطن نه جوړېږي.