کله چې د ډاکټر نجیب الله دولت نسکور او د حضرت صبغت الله مجددي او استاد برهان الدین برباني په مشرۍ، اسلامي دولت جوړ شو، دوه – دری کسانو په افغانستان بانک کې جاري حسابونه پرانستل. له دې مخکې هیچا اجازه نه درلوده چې په مرکزي بانک کې جاري حساب ولري؛ ځکه چې دا کار د دې بانک له تګلارې او دندو سره په ټکر کې واقع کېده.
دې نویو تنظیمي سوداګرو به د پښتنې تجارتي بانک، صادراتو پراختیا بانک او ملي بانک چکونه له خلکو څخه په بازار کې په نیمه بیه اخستل، بیا به یې د چک پیسې د مربوط بانک له حساب څخه مرکزي بانک ته انتقال کړې، له هغه ځایه به یې نوې پیسې ویستلې، بیا به یې په شهزاده سرای کې د نورو بانکونو چکونه په نیمه بیه اخستل او په دې توګه به یې هره ورځ پانګه پوره دوه برابره کېده!!
له دې کسانو څخه یو چې په انجینر مشهور و، یوه ورځ ماته وویل چې نن یې اوه سوه ملیونه افغانۍ ګټلې دي!!
هو! دې عالیجنابانو د خلکو د اولادونو د سر او د زرګونو کلیو د بشپړې تباهۍ په بیه، د پیسو او ګټو داسې لارې موندلې وې چې مخکې یې ساری نه درلود او حتی د شیطانانو له سویې څخه پورته وې!
په هر صورت کال وروسته یو له دې کسانو څخه چې اوس یې دېرش – څلوېښت باډیګاردان درلودل، د نوی ښار ستاره رستورانت څنګ ته یې (قرارګاه) جوړه کړې وه، په پروان مینه کې په یوه لویه بنګله کې اوسېده او نوې ښځه یې هم په نکاح اخیستې وه، یوه ورځ ما ته وویل چې هره ورځ BBC د خلکو نومونه اخلي؛ خو زه یې هډو هېر کړی یم. نه پوهیږم څه وکړم چې (مه شه هور) او په BBC کې یاد شم؟
دې سړي په دې ورځو کې د یو کور د جوړولو خبره ډېره کوله. کله به یې ایراني نقشې یادولې، کله به یې عربي ذهن ته ورتلې، کله به یې د پېښور حیات آباد کورونه ستایل او کله به یې د کابل پخواني پاخه کورونه په سترګو کې ګرځېدل چې اوس د پنجاب د پلان له مخې هره ورځ ورانېدل او ښار د یوې کنډوالې بڼه غوره کوله.
په هغه ورځ چې زما دې جهادي ملګري د شلم ځل له پاره د کور او شهرت خبره یاده کړه، ما په ټوکه ورته وویل چې راځه دا د زرنګار پارک په څنډه، عامه کتابتون ته مخامخ، د ملک اصغر خان څلور لاره بنده کړه، یو څو موټره ډبرې، شګه او سمنټ واړوه او بس د یوې دنګې ودانۍ کار پیل کړه!
ده وویل چې دا خو ارګ ته ډېر نژدې دی او د اوو اقلیمو پاچا یې هره ورځ ویني. دلته به څوک زما ودانۍ و نه مني!
ما ورته وویل چې له قانون څخه د تیښتې غوره ځای د قاضی کور دی. دلته هم ډېر قانون په ارګ کې تر پښو لاندې دی او د پاچا نژدې کسان ټول د قانون مخ ته لاړې غورځوي؛ نو ته ډاډه اوسه چې هیڅوک به هم ستا مخې ته ونه درېږي. څلوېښت داسې باډیګاردان لري چې هر یو په قساوت او ناروا کې شهره آفاق باله شی. هغه دلته ودروه چې څوک درته کاږه ونه ګوري!
نوي قوماندان زما وړاندیز ډېر غیرعقلاني یا غیرعملي و نه باله؛ خو داسې وېره یې درلوده چې ارګ ته په نژدې عمومي څلورلاره کې به کور جوړول ښه کار نه وي!
ده عقیده درلوده چې په خیرخانه، تایمني، خوشحال خان مینه یا درېیمه کارته کې دا کار کېدونکی دی؛ ځکه له ارګه لیرې دي او پاچا یې نه ویني؛ خو دا څلورلاره ارګ او پاچا ته ډېر نژدې موقعیت لري!
ما ځواب ورکړ چې ته له کوره د شهرت شوقی یې، که کور جوړ شو نور علی نور؛ که جوړ نه شو (مه شه هور) خو به شي او BBC به دې یاد کړي!!
ده وخندل او وې ویل چې زه به لږ فکر وکړم او بیا به د کور جوړولو یا نه جوړولو پرېکړه وکړو!
دا کیسه مې ځکه ولیکه چې د وردګو ولایت په پلازمېنه (میدان ښار) کې همداسې یو کار شوی او څو چارواکو د کریم خان تالار د رسمي انګړ په منځنۍ برخه کې، د کورونو له پاره ځمکه غضب کړې ده!
په میدان ښار کې د کریم خان تالار انګړ یا محوطه د کابل د ملک اصغر خان څلور لارې حیثیت لري. که دا څلورلاره ارګ او پاچا ته نژدې ده، کریم خان تالار د وردګو ولایت مقام ته ډېر نژدې پروت دی او جناب والي صیب یې هره ورځ وینی! د استاد رباني د پاچایې په وخت کې هغه جهادي قوماندان دا جرئت ونکړ چې د ملک اصغر خان څلور لاره غضب او هلته کور جوړ کړي؛ خو د حامد کرزي د پاچایې په وروستیو میاشتو کې، د وردګو والي مجید خان خوګیانی جمع تفداني او چهاریار کبار(د والي د امنیت مشر، د والي ویاند، د والي اداري رییس او نور) د داسې لویې ودانۍ الحاقیه ځمکه غضب کړه چې احاطه لري، فلمونه یې شته، خلک پرې خبر دي، خلک یې ویني؛ خو دا چارواکي دومره حریص وو چې د خلکو شرم او پیغور یې په غاړه واخست؛ خو د کریم خان تالار الحاقیه ځمکه یې په نره عضب او د کورونو له پاره په خپلو کې ووېشله!
په پښتو کې یو متل چې وایې پک مې لیدلی و؛ خو نه ماغزه وتلي! د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې د چارواکو او د چارواکو تنظیمي خپلوانو په داسې چور او غضب لاس پورې کړ چې ښایې د نړۍ په تاریخ کې ساري و نه لري.
په میدان ښار کې د غازي کریم خان تالار د محوطې د ځمکې غضب د همغه پک کیسه ده چې ماغزه یې وتلي ښکاري!
دا دومره بېشرمې ده چې ساری نه لري.
که څه هم چې د دې ودانیو کارونه اوس ولاړ ښکاري؛ خو د هغه کسانو نومونه به په تاریخ کې په تورو کرښو ولیکل شي چې په دومره سپين سترګی عامه، شخصي او دولتي ملکیتونه غضبوي؛ خو خلکو ته ځانونه سپینې کوترې معرفي کوي!
د ښاغلو کرزي، غني، عبدالله په واکمنیو کې سپینې کوترې نشته؛ خو تور کارغان سخت په مزو کې ډوب ښکاري!