د جاپان پوليس وايي د سې شنبې په ورځ يې د ټوكيو په شمال لوېديځه سيمه كاشيوا كي له يوه كور څخه څلور مړي را و ايستل.
د پوليسو په وينا يوه نامعلوم كس ورته ټليفون وكړي، چي د يوې كورنۍ ټولو غړو ځان وژنه كړې ده، پوليس چي سيمي ته ورغلل په يوه كور كي تر تلاښۍ وروسته يې دغه مړي وموندل.
پوليس وايي د دغو كسانو د وژني علت معلوم نه دئ، خو په باب يې تحقيقات روان دي.
له څلورو مړو څخه يو ماشوم، دوې ښځي او يو هم ۵۰ كلن نارينه دئ.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه