پېښور:دسعودي سترې محکمې له خپلوخلکوغوښتي دي چې نن پنجشنبه ماښام مهال دشوال دمياشتي د ليدو لپاره هلې ځلې وکړي اوهمداډول دپېښور د قاسم علي خان مشهورجومات مشرمفتي شهاب الدين پوپلزي هم رسنيو ته څرگنده کړې چې نن ماښام به د شوال د مياشتې د ليدو لپاره ځانگړې غونډه کوي که د شوال مياشت وليدل شوه نوسبا دجمعې په ورځ په گردې پښتونخوا کې کوچنۍ اختردى له بله پلوه دپاکستان دمياشتې د ليدو دولتي کميټې څرگنده کړې چې سبادجمعې په ورځ ماښام په اسلام اباد کې د شوال د مياشتې د لېدو لپاره دمفتي منيب الرحمان پرمشرۍ غونډه کوي زياتره ستورو پيژندونکوټينگار کړې چې نن ماښام به دشوال مياشت وليدل شي اوسبادجمعې په ورځ به کمکى اختر وي
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه