کور / تازه خبرونه / په صوابۍ کې د مهاجرینو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

په صوابۍ کې د مهاجرینو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

ياداښت دا راپوردبرېښناليک له لارې لروبرو ته رارسيدلى دناپييلتوب په پار يې کټ مټ خپروو
پېښور: د خیبر پښتونخوا ایالت د صوابۍ په برکي کیمپ کې د انجنیر حبیب الرحمن حکمتیار په مشرۍ د مهاجرینو نړیواله ورځ د یوې سترې او پرتمنې غونډې ترڅ کې چې په زرګونو افغان مهاجرینو پکې ګډون وکړ ولمانځل شوه.غونډه کې د صوابۍ او نورو نزدې سیمو میشت افغانانوسره د حزب اسلامي افغانستان یو شمېر مشرانو د افغان کمشنریټ او یونیسیار استازو ، د افغان مهاجرینو ریس ډاکټر الوزی غازی، د البدر مرکزي امیر بخت زمین ، د جماعت اسلامي ایالتي مشر سکرتر شبیر احمد ، د صوابۍ امیر محمد عثمان ایډوکیټ تر څنګ د جمعیت العلماء اسلام ، تحریک انصاف ، عوامي جمهوري اتحاد ، قومي وطن پارټي او نورو سیاسي ډلو استازو هم ګډون وکړ.غونډې ته د وینا پر مهال انجنیر حبیب الرحمن حکمتیار غوښتنه وکړ چې د مهاجرینو په اړونده چارو کې د مهاجرینو استازو ته د نمایندګۍ حق ورکړل شي ، نړیوالې ادارې او د پاکستان او افغانستان دې د مهاجرینو له استازو په جریان کې اچولو سره پاکستان کې مېشت افغان مهاجرینو لپاره داسې طرح جوړه کړي چې یو مناسبه ټاکلې موده کې افغانان په عزت او احترام سره پداسې شکل ستانه شي چې په داخل کې یې د اوسیدو لپاره اقلاْ یو داسې ځای برابر شوې وي چې ژوند د تیرولو اساسي اسانتیاوي پکې شتون ولري او تر هغې چې لا دلته دي باید ونه ځورول شي.همدا راز نوموړې د مهاجرینو د وزارت په اړه وویل چې دا ډیر یو عجیب کار دی چی یو وزارت جوړ دی مصارف یی ډیر دي او نتیجه هیڅ!!! حتی یو ماشوم هم داسی کار نه کوی چی مصرف وکړی او نتیجه ء مثبت نه وی، هر کار لپاره چی انسان مصرف کوی برنامه یی داوی چی مثبت نتیجه تری واخلی، خو دا چارواکی دیته نه ګوری ، عمدا داسی پروګرامونه مخته وړی چی د دوی ورځی پری تیر شی او بیخی لوبه ورته ښکاری.موږ د هغو چارواکو چی د مهاجر په نامه یی غلا کړی، د دوی حق یی خوړلی د مجازات غوښتونکی یو، ،د اشد مجازات، څوک چی د دی مظلوم ولس حق خوری او بیا په اروپا او امریکی کی پری عیاشی کوي باید شدید مجازات شی.
انجنیر حبیب الرحمن حکمتیار د خپلې وینا په ترڅ کې وویل یوازې د مهاجرینو چارو وزارت ندی چې دومره بد حال یې دی بلکې د نورو وزارتونو هم بده ورځ ده هغه وویل ” د مخدره موادو سره د مبارزی وزارت د دی لپاره جوړ شوی چی هر کال د مخدره موادو په تولید کی زیاتی راوړی، دا وزارت لکه چی سرچپه پوه شوی او سوچ کوی چی په دی کار سره داخلی تولید زیاتوی!!! دا وزارت سوچ کوی چی دا مو داخلی تولید دی او باید مصرف کوونکی یی هم ډیر وی چی بد بختانه یو نیم میلیون افغانان اوس په مخدره موادو معتاد دی او دا د اشغال لاسته راوړنی وی!! روسانو یو نیم میلیون افغانان شهیدان کړل، ماشومان او کونډی چی له دی شهیدانو پاته شوی ډیر بی سواده پاته شول او د والدینو د تربیت نظارت سیوری یی د پاڅه نه وو او وروسته دیته زمینه برابروی چی تعلیم یافته نسل و نه لرو او غلطو کارو ته مخه کړی، خو اوس آمریکی اشغال سره همدومره تعداد معتداد شوی چی دا لا خطرناک دی، دا اعتیاد کورنی تباه کوی،نسل تباه کوی، او چارواکی وزارت جوړ کړی ډیر زیات د هیواد سرمایه پری مصرفوی خو نتیجه سرچپه ورکوی!!! په دی لړ کی یو هم مجازات نشو، پارلمان وکیل به همدا کار کوی، ټول به پری خبر وی خو کوم باوجدان نه پیدا کیږی چی سزا ورکړی، د رئیس جمهور کورنی ځینی غړی به په همدی ګنده ګی کی اخته وی خو د ولس مشر به ادعا کوی چی زه غواړم خدمت وکړم!!!بل هر کال یوازې د معلولينو او شهیدانو د کورنيو له ۵۰ تر ۸۰ ميليونه ډالر حقوق خوړل کیږي همدا راز انجنیر حبیب الرحمن پر ولسمشر سختې نیوکې وکړې چې نه د مهاجرینو لپاره څه وکړه او نه یې د صلح لپاره نوموړې وویل ” ګوری رئیس جمهور ویل چی صلحی ته به کار کوی… له یوی خوا خوصلحی لپاره هیڅ طرحه نه لری، همدا وایی چی اسلحه کیږده او تسلیم شه، څوک هم نشته چی ورته ووایی وروره تاسو تراوسه چیرته وی؟!! ته چی چاته وایی اسلحه کیږده او تسلیم شه هغه څو لسیزی کیږی د همدی وطن لپاره په همدی وطن کی قربانی ورکوی، جهاد یی کړی، زخمی شوی او شهیدان یی ورکړی، بهرنیانو سره قانونی روابط غواړی نه غلامی او د هغوی غیر مسولانه لاسوهنی،حزب لری ،تنظیم لری،، د افغانستان په هر ولایت او ولسوالی کی طرفداران لری خو ته ورته وایی تسلیم شه!!! له یوی خوا وایی مخالفینو سره خبری کوم، له بلی خوا وایی چی هغوی بندی کړی او ماته یی په لاس راکړی!!! له یوی خوا مقاومت وایی چی بهرنی فوځیان باید افغانستان څخه لاړ شی له بلی خوا دا جناب هغوی ته خواستونه کوی چی پاته شی!! بیا وروسته پاکستان ته هم په ډیر عجیب انداز دوه هفتی وخت ورکوی!!! مخالفین هم د ده حال ته حیران دی چی دا له کومو فارمولو په استفادی داسی خبری کوی!! وروره که صلحی ته لیوالتیا لری تر ټولو لومړی یوه طرحه جوړه کړه، بیا همغه دریځ خپل کړه هره ورځ خبری مه بدلوه، بیا د تسلیمیدو خبری هم مه کوه، دوی سره به خبرو ته کښینی ،مخالفین امریکی یرغل ته تسلیم نشول تاته خو هیڅ کله نه تسلیمیږی. چی ته یو ضیاء مسعود ته چی دوه دری رأی یی درکړی دومره لویه وظیفه ورکوی او بیا دوی ته وایی چی تسلیم شه!!! کیدی شی افغانانو سره ډیره موده یوځای نه یی پاته شوی او په افغانستان کی مو ډير وخت نه وی تیر کړی او همدا دلیل به وی چی اوس داسی ویناوی کوی. زه حیران یم چی په داسی موقف اختیارولو سره بیا څنګه د خبرو بلنه مخالفینو ته ورکوی” !حبیب الرحمن د روانو حالتو په اړه وویل ” تاسی ګوری ډاکټر اشرف غنی د سعودی عربستان موقف څخه دفاع کوی، خو د افغانستان آریانا طیاری له افغانانو ډکی کیږی او ایران یی د داعش پر ضد او بشار اسد څخه د دفاع لپاره سوریی ته لیږی!!! شاید رئیس جمهور سوچ کوی په دی کار هوښیاری کوی چی په خوله یوه خبره کوی او په عمل کی د ایرانیانو تماشی کوی!!! د ده په ګومان دا بهانه به هم ورکه شی چی افغانانو ته یی د اشتغال لپاره ورکړی وه!!! داسی ورته اشتغال جوړوی چی هلته یی د جنګ لپاره لیږی!!! لکه چی د اشرف غنی دا خبره چی خلکو ته به کار جوړوی همدا وه !! خو هغه هم لکه چی یواځی شیعه مذهب افغانانو ته اشتغال برابر شو ، د ده دی موقف بده پایله به دا وی چی افغانستان کی هم د شیعه او سنی جنګ رامنځته شی، او پیل به یی د همدی جناب په لاس وی. په ډیر جدی مواردو کی ډیر سخت بی خیال دی، د هیوادو لاسوهنو په اړه مطلق سکوت لری، د تلویزیونو قومی تعصب په اړه یی هیڅ ونکړ، په یو کال کی یی کابینه جوړه کړه او او بل کال به په والیانو معینانو،رئیسانو،ولسوالان، امنیه قومندانان او… ولږیږی او دری کاله به د دوی پخپل منځ کی جګړی وی او بهرنیان به همدا فتنی مخته وړی چی افغانستان د جنګ ،فساد،بی امنیتی،لاسوهنی،دښمنی او… ګرم تنور کړی.ده جناب بل کار هم وکړ هغه دا چی حکومت په قوم او ژبه تقسیمیږی یعنی د هیواد تقسیمولو لپاره هم کار کوی!!”انجنیر حبیب الرحمن حکمتیار د خپلې وینا په ورستیو شیبو کې د غونډې ګډون والو ته وویل دا چارواکی خوشی وعدی او خبری کوی،باید په هغه چا اعتماد وکړی چی همیش دوی سره څنګ په څنګ ولاړ وی او د دوی لپاره تکلیف اوباسی او سختی ګالی، هم په هجرت کی او هم په هیواد کی،که پر تاسو برق نه وی که تاسو ته تکلیف در رسیږی نو همدا مشران هم یو ځای تاسره دی او همغه مشکلاتو سره مخ دی چی تاسو ورسره مخ یاست، نو همدوی ستاسو په درد پوهیږی نه هغه عیاشان چی ستاسو په نامه پیسی اخلی او یوه ورځ یی هم ستاسو سره دلته نه وی تیره کړی او ستاسو د چارو سنبالولو لپاره اروپا امریکی ته چکری وهی!!! او د دی پرځای چی تاسو دلته ولټوی دلته تاسو ته راشی ستاسو حالات وګوری حلته په مستیو ځان مصروف کړی.هغه هم ستاسو له حق څخه په استفادی.موږ د همدی ملت لپاره قربانی ورکړی، نه مو غوښتی چی په فساد ککړ شو، په سختی کی تاسو سره پاته شوی یو، تاسو ته وعده درکوو چی په دی ملت به سودا نه کوو،الله سره مو ژمنه کړی کی دین به قایم ساتو، د دین او هیواد او انسانیت په خاطر حاضر یو چی بار بار قربانی ورکړو، دا سختی ورځی د همدی لپاره ګالو.غونډې ته د وینا پر وخت د جماعت اسلامي مشر سکرتر شبیراحمد او د البدرتنظیم امیر بخت زمین غونډې ته په دعوت کولو د انجنیر حبیب الرحمن حکمتیار شکریه ادا کړه او دواړو وویل چې افغانستان او پاکستان دوه ورونه هېوادونه دي او دا چې افغان مهاجرین د دوی میلمانه دي باید پاکستان حکومت یې پوره پوره خیال وکړي.همدا راز دې دواړو مشرانو د خپلو ګوندونو په استازیتوب د غونډې ګډون والو او انجنیر حبیب الرحمن حکمتیار ته ډاډ ورکړ چې د مهاجرینو په اړه د دوی له دریځ څخه ملاتړ کوي او په دې لړ کې هر ډول همکارۍ ته چمتو وي. د مهاجرینو چارو ریس ډاکټر الوزی غازی د انجنیر حبیب الرحمن حکمتیار د مهاجرینو نړیوال ورځ لمانځلو قدم ډیر وستایه او ویې ویل چې هڅه به کوي چې د مهاجرینو ستونزې او د استازو اواز یې دولت ته ورسوي