کور / تازه خبرونه / غني په کورني سیاست کې ناکام او د پاکستان په اړه هم مایوسه

غني په کورني سیاست کې ناکام او د پاکستان په اړه هم مایوسه

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره د پاکستان پر وړاندې د افغان حکومت سیاست او د پانګه والو ستونزو ته ځانګړي کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د پاکستان د مشهور ژورنالست سلیم صافي په خبرو یوه مقاله لیکلې او داسې سرلیک یې ورکړی چې “ډاکتر غني په کورني سیاست کې ناکام دی او د پاکستان په اړه هم مایوسه شوی دی”.

په مقاله کې راغلي چې هند د افغانستان او پاکستان له وروستیو اړیکو ناراضه دی.

په مقاله کې د سلیم صافي په حواله لیکل شوی؛ که اشرف غني هم د حامد کرزي په څیر د پاکستان پر وړاندې وپارېد او غصه شو؛ بیا به نو هند ته ښه فرصت په لاس ورشي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې لیکلي چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان به له خپلې میرمنې سره یوځای کابل ته راشي.

په مطلب کې د پاکستاني رسنیو په حواله لیکل شوي چې دغه سفر د ولسمشر اشرف غني په بلنه کیږي او عمران خان به له افغان چارواکو سره په بیلابیلو مسایلو خبرې وکړي.

د مطلب لیکوال ویلي، له پاکستان سره د استخباراتي معلوماتو د تبادلې په اړه د خبرو له پيل وروسته د پاکستاني چارواکو سفرونه کابل ته زیات شوي دي.

افغانستان:

افغانستان ورځپاڼې بیا په یوه مقاله کې لیکلي چې په افغانستان کې د اقتصادي بدلون لپاره پیاوړې اراده نه ده موجوده.

په مقاله کې د اجرایي ریاست د اقتصادي سلاکار قربان حقجو خبرې را اخیستل شوي چې ویلې یې دي؛ په تېرو دیارلسو کلونو کې یوازې د مخابراتو په برخه کې ښه پرمختګ شوی او نورو اقتصادي برخو ته لازم کار نه دی شوی.

په مقاله کې د ښاغلي حقجو په حواله لیکل شوي چې په افغانستان کې د خوراکي او ساختماني موادو د تولید ظرفیت شته؛ خو بیا هم دې تولید ته زمینه نه برابریږي او بازارونه په وارداتي توکو ولاړ دي.

مقاله لیکونکي ویلي، حکومت باید په اقتصادي برخه کې نور موجوده فرصتونه له لاسه ورنه کړي او په دې برخه کې کار وکړي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په لومړي مخ کې د اشرف غني په دې ډاډ مقاله خپره کړې چې ویلې یې دي؛ اجازه به ورنه کړي چې په نظام کې سیاسي خلا رامنځ ته شي.

په مقاله کې د ولسمشر غني دې ژمنې ته اشاره شوې چې ویلې یې دي؛ د مقننه قوې په اړه به داسې پریکړه کوي چې له اساسي قانون سره برابره وي.