په داسي حال كي چي امريكا پر شمالي كوريا د لګول سوو بنديزونو پر پورته كېدو غور كوي، اروپايي اتحاديې پرېكړه كړې چي پر اېران د دغه هيواد د اټومي پروګرام د لانجې په باب نوي بنديزونه ولګوي.
د راپورونو له مخي اروپا پرېكړه كړي چي د اتحاديې په ټولو هيوادونو كي د اېران د ملي بانك نمايندګيو په ټولو اروپايي هيوادونو كي بنديز ولګوي.