د هرات سرحدي پوليسو د محمدقزويني په نوم د يوه اېراني جاسوس د نيولو خبر وركړ.
د هرات سرحدي لېوا قومندان جنرال رحمت الله ساپى وايي محمدقزويني يې د هرات په هوايي ډګر له داسي نقشو او اسنادو سره نيولى چي له مخي يې نوموړى جاسوس ثابتېږي.
د چارواكو په وينا دغه ايراني جاسوس د هرات ۲۰۷ ظفر قول اردو او په هرات كي د ملګرو متلونو سياسي سازمان يوناما دفتر ته ورغلى او له هغو ځايونو يې معلومات ټول كړي دي.
په هرات كي د اېران قونسلګري د افغان پوليسو دا خبره نه مني او وايي چي بايد د دغه كس په تورنولو كي د قناعت وړ معلومات وړاندي سي.
د مې د مياشتي په سر كي افغان پوليسو په خوست ولايت كي هم د يوه ايراني جاسوس د نيولو خبر وركړى و. چي ويل كېدل په خوست كي يې د امريكايي پوځي كمپونو په باب د اېران دپاره معلومات ټولول.