کور / تازه خبرونه / د وردګو ولايت د غونډو د تالار کار پيل سو

د وردګو ولايت د غونډو د تالار کار پيل سو

د نږدې یو نیم میلیون افغانیو په لګښت د ولایت مقام د غونډو تالار د جوړلو چارې پیل شوې .
د کلیو پراختیا ادارې د ثبات پروګرام له لورې د نږدې یو نیم میلیون افغانیو په مالي لګښت د میدان وردګو ولایت مقام د غونډو تالار د جوړولو چارې نن( سې شنبه ) پیل شوې .
په همدې اړه په جوړو شویو مراسمو کې چې د بېلابېلو ادارو مسؤلینو او ولایتي شورا غړو هم ګډون کړی وو،د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي وویل د دغه تالار د جوړېدو چارې به د یوې میاشتې په موده کې بشپړي شي .
هغه زیاته کړه،د غونډو تالار ودانۍ پخوا جوړه شوې خو ګڼ شمېر ستونزې په کې شتون لري او له همدې امله یې د بیا جوړولو چارې پیل کړې،چې د یوه میاشتې په موده کې به په عصري ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
هغه وویل : په دغه تالار کې به د ویډیو کنفرانس او سونډ سیستمونو سربیره نور مهم توکې ځای پر ځای شي،چې پر یو مهال به د نږدې ۴ سوه کسانو د ځآی پر ځای کېدو ظرفیت هم ولري .
د نوموړی د معلوماتو له مخې تالار ته څېرمه به عصري پخلنځای هم جوړ شي .
ده د کلیو پراختیا او بیارغاونې ادارې د ثبات پروګرام څخه هم مننه وکړه،چې د ولایت مقام د غونډو تالار د بیا جوړولو لګښت یې پر غاړه واخیست.