هلمند مدني ټولنې په لښکرګاه د ځمکو د وېش پر بنديز د ولسمشر د پرېکړې تود هر کلی وکړ
د هلمند مدني ټولنې مسؤلين وايي، ولسمشر دې هغه کسان هم عدليې او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني چې په دغه ولايت کې د ځمکو په غصب کې لاس لري.
همدا نن ولسمشر محمد اشرف غني د یو ویډیويي خبري کنفرانس پرمهال ددې ولایت امنیه قوماندان ته دنده ورکړې چې هلمند کې د ځمکو د توزیع لړۍ بنده کړي او هغه کسان ونیسي چې غیر قانوني کړنې ترسره کوي.
هلمند مدني ټولنه د هغو ځمکو په اړه چې په دې ورستیو کې په دې ولایت کې توزیع شوې، ځینې کره اسناد په لاس لري چې ځمکې د یو شمېر شخصي کسانو دي خو دولتي چارواکو خېټه پرې اچولې او په زوره یی ویشي.
هلمندمدني ټولنه غوښتنه کوي هغه لوړ پوړي دولتي چارواکي چې په دې ولایت کې یې د ځمکو په مافیایي کړۍ کی لاس درلود ونیسي او قانون ته یې وسپاري.
هلمند مدني ټولنه به دغه اسناد ولسمشر اشرف غنی د هغه حکم پر اساس چې دې ولایت کې یو باصلاحیته استازیو ته چې هلمند ته به یې د ځمکو د توزیع د ویش په اړه راشي دغه اسناد وړاندې کړي او د خلګو حقه حقوق به له مدني لارو هغوی ته ورسوو.