کور / تازه خبرونه / كورنيو چارو وزارت د ۵۱ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا وکړه

كورنيو چارو وزارت د ۵۱ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا وکړه

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۵۱ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۵ تنه ټپيان دي او يو تن ژوندى نيول شوى دى.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن په خپرې شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د کونړ، ننګرهار، بغلان، کندز، فارياب، بدخشان، سرپل، جوزجان او يو شمېر نورو ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د يادوني وړ ده چي وسله والو طالبانو په دې اړه خپله تر اوسه څه نه دي ويلي.