اسلام اباد: دبي بي سي د خبرله مخې د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني ادعا کړې، چې تېره ورځ د هېواد شمال ختیځ بلتستان نلتر سیمه کې هغه چورلکه دوی غورځولې، چې د فلپین او ناروې سفیران او د مالیزیا او اندونیزیا د سفیرانو مېرمنې او دوه پیلوټان پکې ووژل شول.طالبانو ویلي، هدف یې د لومړي وزیر نواز شریف په نښه کول وو، خو وايي هغه په بله چورلکه کې سپور و.خراساني ویلي، چورلکه یې په الوتکو ضد توغندي ویشتلې ده، چې په وینا یې “نواز شریف او ملګري یې زموږ د برید اصلي موخه وو”.خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اعزاز چوهدري ویلي، دغه چورلکه د تخنیکي ستونزو له کبله رالوېدلې ده، او د ترهګریز برید هېڅ نښه پرې نه ده موندل شوې.نوموړي اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، د چورلکې توره بکسه موندل شوې، او په اړه یې نورې څېړنې هم روانې دي.دی زیاتوي، د پېښې په سیمه کې ټینګ امنیت نیول شوی، چې بشپړې څېړنې وشيچوهدري دا هم ویلي، په یاده الوتکه کې د هالنډ، لبنان، ناروې، رومانیا، سوېلي افریقا، فلپین، پولنډ، سویډن او اندونیزیا سفیران سپاره وو.نوموړی وايي په ټپیانو کې د اندونیزیا د سفیر وضعیت ښه نه دی، خو د پولنډي سفیر سر سخت ټپي شوی، او د هالنډ د سفیر ژبه خرابه شوې، خو د مالیزیا د سفیر مخ ژوبل شوی، چې خطرناک نه دی.ټپیان د اسلام اباد شفاء نړیوال روغتون، پمز او برن سنټر روغتونونو ته لېږدول شوي.لومړي وزیر نواز شریف د یادې پېښې له کبله یوه ورځ ویر اعلان کړی.د تېرې جمعې په ورځ د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو مشر ډګر جنرال عاصم باجوه وویل، پېښه د ګلګت بلتستان نلتر سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې دوې ساتونکې چورلکې پر ځمکې کښېناستې، خو هغه چورلکه چې سفیران پکې سپاره وو، د تخنیکي ستونزو له کبله تر کښېناستو وړاندې ولوېده.نوموړي پر ټویټر پاڼه لیکلي وو، لوېدلې ایم آی ۱۷ ډوله چورلکه په روسیې کې جوړه شوې، چې ۱۱ ملکیان او پنځه پاکستانیان پکې سپاره وو.دی وايي، الوتکه د لوېدو پرمهال د نلتر د پوځي ښوونځي پر یوې ودانۍ لګېدلې ده.ټپیان د ګلګیت پوځي روغتون کې تر سربېرنې درملنې وروسته اسلام آباد ته لېږدول شوي.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ۳۰ هېوادونو سفیران او د سفارت استازو په درې ورځني سیاحتي سفر په څلورو چورلکو کې سپاره وو، چې نلتر ته په رسېدو یې یوه چورلکه ولوېده.دوی وايي، دغه سیاحتي سفر د بهرنیو چارو وزارت له خوا د بهرنیو دیپلوماتانو لپاره چمتو شوی و.