دا بلواکي به استقلال وبولم
دلته به ھرزوال کمال وبولم
د ځان غروربه پښوته وغورځوم
ھریوناکس به د ځان سیال وبولم
په پټوسترګوبه ھرڅه ومنم
داټول حرام به ھم حلال وبولم
ټول ګناھونه به ثواب وبولم
ټول ثوابونه به وبال وبولم
قیامه څوک چی ځان افغان نه بولي
زه یی اوس څنګه ھیوادوال وبولم؟
الحاج الھام الدین قیام
06/05/2015
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه