اسلام اباد: دبي بي سي دخبرله مخې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د پاکستان پوځ په اړه د ایم کیو ایم ګوند مشر الطاف حسین پارونکې څرګندونې غندلې دي.په اسمبلۍ کې د دوشنبې پر ورځ د اسلامي ګوند عنایت الله او د پاکستان تحریک انصاف ګوند شاه فرمان د الطاف حسین د څرګندونو د غندلو وړاندیز کړی و.اسمبلۍ له حکومته غوښتلي چې د پاکستان د اساسي قانون د شپږمې مادې پر بنسټ دې د ایم کیو ایم مشر الطاف حسین د خیانت په تور محکمې ته معرفي کړي.دغه راز اسمبلۍ دا هم ویلي چې د الطاف حسین له لورې دې د ملي ادارو او حساسو مسلو په اړه د نوموړي د پارونکو څرګندونو له کبله اړین ګام پورته کړي.یاده دې وي چې د ایم کیو ایم مشر الطاف حسین د پنجشنبې پر ورځ له لندنه په یوې وینا کې د پاکستان پر پوځ سختې نیوکې کړې وې او پوځ یې په ځواب کې د قانوني ګام پورته کولو اعلان کړی و.د پاکستان پوځ له دغه اعلان وروسته الطاف حسین ویلي و که د ده د خبرو له کبله د امنیتي ادارو چارواکو خوا بده شوي وي نو دی له هغوی بښنه غواړي.الطاف حسین د هند له څارګرې ادارې (را) نه د مرستې غوښتلو له کبله هم بښنه وغوښته او و یې ویل چې د ده وینا په بشپړ ډول نه ده اورېدل شوې.تر دې وړاندې د بلوچستان اسمبلۍ هم د الطاف حسین څرګندونې غندلې وې.د سند اسمبلۍ کې هم ځینو ګوندونو د الطاف حسین د څرګندونو د غندلو وړاندیز وکړ خو و نه منل شو.د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د پوځ په اړه د څرګندونو له کبله د ایم کیو ایم د مشر الطاف حسین د بښنې غوښتلو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د ملي امنیت په ګډون پر حساسو مسلو له خبرو مخکې باید فکر وشي.نواز شریف وویل د ملي امنیت ادارو حیثیت په پام کې نیول د حکومت مسولیت دی.نوموړي همدا راز وویل دغه ډول بې احتیاطه څرګندونې د ملي ادارو حیثیت ته تاوان رسوي.