کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دا جنګونه د دیموکراسۍ لپاره نه بلکی د تیلو په خاطر دي

دا جنګونه د دیموکراسۍ لپاره نه بلکی د تیلو په خاطر دي

دا هغه لنډه خو د ترخو حقایقو څخه ډکه لیکنه ده چی اریک مارګولیس د ۲۰۰۸ د جون پر ۲۲ په ټورنټو سن ورځپاڼه کی لیکلې ده . اریک مارګولیس څه ناڅه پنځلس واره افغانستان ته تللی او د ټولو تنظیمی مشرانو او لویو قوماندانانو سره له نږدې پیژني . ده یو ډیر تحلیلی کتاب لیکلی چی وایی ښایی راتلونکیً لوی جنګ د هیمالیا او هندوکش تر منځ پیښ سی . اریک مارګولیس کاناډایی او امریکایی دواړه تابعیت لري او د ده لیکنی او تحلیلونه منظمأ په کاناډایی او امریکایی خپرونو او ویب پاڼو کی نشریږی . دغه لیکنه یی وروروستۍ او تازه لیکنه ده چی د کاناډا په ټورنټو سن ورځپاڼه کی خپره سوه چی  پدې ډول ده : 


پاریس – د عراق او افغانستان د جګړو تر شا تریخ حقیقت باالاخره میدان ته را ووت . د تیلو څلور خورا لویی لویدیځی کمپنیانی لکه ایکسان موبیل، شیل، بریټیش پټرولیم، او ټوټل د امریکې په دلالۍ د بېله قید او شرطه داسی قراردادونو کونکي دي چی د هغو له مخی به د عراق د نفتی ساحو څخه ګټمني کیږی . صدام حسین درې لسیزی مخکی هله دغه کمپنیانی شړلي وې چی د عراق نفتی صنعت یی ملی اعلان کړ. خو د امریکا لخوا د بغداد نصب کړي رژیم هغوی ته بیرته ښه راغلاست ووایه . عراق دادﺉ یو ځل بیا د برتانوی مستعمرې د وخت غوندی د هماغو نفتی کمپنیو لخو د ګټی اخیستو سره مخامخ سو.


پخواني فدرالی منشی الن ګریپسن په دې وروستیو کی دا ومنل چی د عراق جنګ باالکل د تیلو په خاطر و. دا یرغل د لوکس موټرو په غرض و نه د دیموکراسۍ په دلیل .


افغانستان لږ څه مخکی یوه ډیره لویه معامله لاسلیک کړه چی د هغې له مخی به د ۱۶۸۰ کیلو مترو د یو اوږده مخکني پلان د هغه پایپ لاین پروژه را پیلوي چی لګښت به یی اته (۸) بلیونه ډالره وی . که دا کار بشپړ سی، نو د ترکمنستان- افغانستان- پاکستان- هند دغه پایپ لاین به لومړﺉ ګاز او بیا تیل د کسپین د حوزې څخه د پاکستان سواحلو ته صادر کړي چی له دې ځایه به په لویو ټانکرونو کی لویدیځ ته پسی ولیږل سی .


د کسپین حوزه د منځنۍ آسیا د ترکمنستان، ازبکستان او قزاقستان د هیوادونو تر منځ پرته ده چی اټکل ۳۰۰ ټریلیونه فټ مکعب ګاز او ۱۰۰- ۲۰۰ بلیونه بیرله تیل په ځان کی لری . د نړۍ د انرژی دغه وروستیً پاتی ځای چی په « الدورادو» سره اوڅار دﺉ ، د لویدیځو ځواکونو لپاره یو ستراتیژیکی ړومبیً توب ګڼل کیږی . خو په وچه کی د ایسار منځنۍ آسیا څخه سمندر ته د ګاز او تیلو د ایستلو صرف دوې لاري سته چی هغه پاکستان ته د ایران او یا هم افغانستان لاري دي او بس . ایران خو د واشنګټن لپاره ناروا دﺉ . بس یوازی همدا پاکستان دﺉ چی باید ورته راورسول شی ، او دا پلان کړه سوﺉ پایپ لاین باید د افغانستان د لویدیځ څخه راتیر سی چی د هرات او کندهار ښارونه پکښی شامل دي .


دپایپ لاین معامله ـ


په ۱۹۹۸ کی د افغانستان د طالبانو کمونیسټی ضد تحریک او د امریکایی « یونوکال» شرکت په مشرۍ د نفتی کمپنیو اییتلاف ( کانسرسیوم ) د پایپ لاین یو ډیر لوی تړون سره لاسلیک کړ. یونوکال په طالبانو بی حسابه روپۍ مصرف کړې او ډیره توجه یی ورته کوله ، د هغوی یو لوړ هیاًت یی ټکزاس ته راوست او یو کښته رتبه افغان مامور حامد کرزﺉ یی استخدام کړ.


خو اسامه بن لادن مداخله وکړه . هغه وقف سوو مذهبی ( ترکِ دنیا ) طالب مشرانو ته مشوره ورکړه چی د امریکا سره دا قرارداد ایسته وغورځوي او د ارجنټاین د کانسرسیوم لخوا بهتر وړاندیز ومني . واشنګټن هم په غُصه شو، او د ځینو راپورونو له مخی یی طالبانو ته د جنګ اخطار ورکړ.


واشنګټن د ۲۰۰۱ په لومړیو کی یعنی د سپټمبر تر حملې شپږ یا اووه میاشتی مخکی تصمیم ونیو چی پر افغانستان به یر غل کوي ، طالبان به نسکوروي ، او یو داسی مشتری رژیم به نصبوي چی د انرژی دغه پایپ لاینونه به ور سره جوړوي . خو بیا هم واشنګټن طالبانو ته د چین سره د خپلي احتمالی کومی جګړې په خاطر د ځان « ترڅنګ » د هغوی د استعمالولود یو کوښښ په توګه آن د سپټمبر د حملې تر څلورو میاشتو مخکی پوری لا هم خپلی پیسې ور لیږلې .


د سپټمبر د یوولسمی حمله چی طالبان هیڅ په خبر هم نه وو، پر افغانستان د یرغل ښه پلمه په لاس ورکړه . د امریکا د دې عملیاتو هماغه لومړنیً مشروع هدف د اسامه بن لادن د القاعده محوه کول و. خو کله چی د هغوی ۳۰۰ غړي پاکستان ته وتښتیدل، نو امریکا هم هلته پاته سوه، اډې یی جوړي کړې چی ټولی د پلان کړه سوي پایپ لان د خط پر اوږدو دي، او د یونوکال د شرکت پخوانیً « سلاکار» حامد کرزﺉ یی هلته د مشر په توګه نصب کړ.


واشنګټن خپل نفتی جیوپولټیک ته پدې بهانه سره بل رنګ ورکړ چی ګواکي د افغانستان دغه اشغال د « اسلا می تروریسټانو» سره د جنګ ، د ښځو د آزادۍ ، د مکتبونو د جوړولو، او د دیموکراسۍ د غوړولو په خاطر دﺉ . خو په طعنه او پیغور سره باید ورته وویل سی چی شورویانو هم کله چی افغانستان د ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۹ پوری نیولی و، کټ مت همدا ادعاګانی کولې . هلته د عراق پټونکیً نکل هم د ډل وژونکو وسلو او دیموکرسۍ خبره وه . 


د ترکمنستان- افغانستان- پاکستان- هندوستان پر دغه پروژه به هله کار پیل سی چی د امریکا ، کاناډا ، او ناټو ځواکونه د طالبانو قواوي د پایپ لان پر دغه اوږدو باندی له منځه یوسی . لکه څنګه چی یو امریکایی شنونکیً « کیوین فیلپس» لیکی چی امریکایی پوځ او د هغه ملګري په یو « انرژي ساتونکي ځواک » سره اوښتی دی . 


ضمیمه ګټي –


د واشنګټن له نظره ، د ترکمنستان- افغانستان- پاکستان- هندوستان دا معامله یوه بله متممه ګټه هم ور سره لري چی هغه د یو بل متوقعه پایپ لاین د پروژې دریڅه ده چی پاکستان او هند ته به د ایران ګاز او تیل ور باسي . انرژي ته به د هند اړتیا لس کاله وروسته درې چنده زیاته سی . ډیلیً چی د افغانستان لپاره خپل اهداف او پلانونه لري ، د دې نوي پایپ لاین په اړه ډیر تلولیً او جدي دﺉ . خو روسیې بیا برعکس تندﺉ تریو نیولیً او پدې هیله ده چی د منځنۍ آسیا د انرژي دا صادرات په خپل انحصار کی راولي . 


هو ، زموږ پدې عصر کی تېل آن تر وینو لا هم ډیر اهمیت لري . امریکا یو ستر طاقت دﺉ چی انرژي ته خورا ډیری اړتیاوي لری . پر تیلو تسلط د امریکا د نړیوال قدرت یوه پایه ده . راځی چی نور نو رښتیاني اوسو. افغانستان او عراق صرف د تیلو په خاطر دي نه د بل شي لپاره . والسلام

تبصره نسته

  1. ښه مضمون او ښه ترجمه وه . په رشتیا هم ګوډاګیان نن ښه رهبران شوي او پر ولس مسلط شوی او د نورو په توره نازیږی.

  2. دشاغلي نثار احمد صمدصاحب ژباړه خورازړه راشکونکي ده خوداچي دتیلویرغلګرلاهغه
    وخت موژپيژندل چي سیاسي اقتصادمودیومضمون په توګه په پوهنتون کی درلودۍ راته نوي
    خبرنه دئ اوس نویوڅونورپراضافه سول . موژخوهغه وخت بغاري وهلې چي وافغانانودخدای
    روی وګورۍ لژ وخپل شاوخواته سره وګورۍ له تاسونورخلک داسلام کفراودیمکراسي په
    نوموسواستفاده کوي پخپلومنځوکي موسره اچوي ستاسودهوشیارتیامخه درنسي بچیان
    مودرشنډوي دخدای په پارلژته متوجه سئ منګروچاته وایې یوبه  دای ډنګوله بل
    به  هغسي  نوبالاشرایط اوپلمي یي دخارجیانووراتګ ته برابرکړل .

    زه فکرنه کوم چي پشتانه دي لااوس هم په دي پوه سوي وي چي داخارجیان ددوی په
    کلواوغروکی چشي ګوري دوی ته څه ورګټي دچشي لپاره دپشتنودمعصوموبچیانوویني توئیژي
    اوپردوی ولي شرق وغرب تجارت کوي زموژپشتانه خوارکیان لا ولاکه ولډټریډ سنټرپيژني چي
    داچشي دئ حملي خويي پريژده . څوک داثبوت کوای سي چي کم پشتون دروس یاامریکایي یا
    یورپي وبام ته ډبري ورغورزولي وي ؟ یه نسته . مګرپرپشتنوهروخت یرغلونه سوي اوکیژي
    ولي ؟

  3. dsfvsfdgvsdfvsdf


    لطفا د امتحاني تبصرې پر ځای راسا خپل هغه وليکئ !