کور / تازه خبرونه / طالبان: د قطر په كنفرانس زموږ ګډون د سولي د خبرو په معنا نه دی.

طالبان: د قطر په كنفرانس زموږ ګډون د سولي د خبرو په معنا نه دی.

اته لوړپوړي طالب چارواکي سبا په هغه کنفرانس کي برخه اخلي چي افغان حکومت هم خپل استازي ورلېږلي دي خو طالبان وايي ددوی ګډون د سولي د خبرو په معنا نه دی.

ټاکل شوې سبا د شنبې په ورځ چې د ۲۰۱۵ کال د می د میاشتې له ۲ نېټې سره سمون خوري په قطر هېواد کې یو دوه ورځنی څېړنیز کنفرانس دایر شي.

نوموړی څېړنیز کنفرانس د پګواش په نامه نړیوالې موسسې له خوا ترتیب شوی، چې له مختلفو هېوادونو څخه مختلف اشخاص ګډون پکې کوي، نوموړې موسسه یوه نړیواله بې پرې موسسه ده، مرکز یې په کاناډا کې دی، په لندن، سویس او ځینو نورو هېوادونو کې هم څانګې لري، نوموړې موسسه وخت په وخت د نړیوالو کړکیچونو په اړه په مختلفو ځایونو کې کنفرانسونه جوړوي او له هر ځای څخه د نظر خاوندان ورته راغواړي.

د یادونې ده چې په دې کنفرانس کې هر ګډون کوونکی په شخصي ډول ګډون کوي، هېڅوک د کوم جهت یا حکومت په استازیتوب ګډون نه کوي. دا چې دا یو څېړنیز کنفرانس دی هر ګډون کوونکی د مختلفو موضوعاتو په اړه خپل خپل نظر څرګندوني.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په وينا د افغانستان اسلامي امارت هم د تېر په څېر، لکه د جاپان او فرانسې په کنفرانسونو کې چې ګډون کړی و، په دې کنفرانس کې هم د ښاغلي شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ یو اته کسیز پلاوی په همغه ډول ګډون کوي، تر څو د خپل ولس د مظلومیت داعیه او د اړونده موضوعاتو په اړه خپل نظر په خپله د نړیوالو تر غوږونو ورسوي، په دې اړه په کنفرانس کې د ګډون لپاره یوه بیانیه هم ترتیب شوې چې له درنو لوستونکو سره به په خپل وخت شریکه کړل شي.
۱ – ښاغلی شیر محمد عباس ستانکزی
۲ – ښاغلی مولوي جان محمد مدني
۳ – ښاغلي مولوي سید رسول حلیم
۴– ښاغلی مولوي شهاب الدین دلاور
۵ – ښاغلی قاري دین محمد حنیف
۶ – ښاغلی مولوي عبد السلام حنیفي
۷ – ښاغلی محمد سهیل شاهین
۸ – ښاغلی حافظ عزیز الرحمن
ذبيح الله مجاهد وايي په نوموړي کنفرانس کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د پلاوي ګډون په هېڅ ډول د سولې او مذاکراتو د خبرو په معنی نه دی، او دا خبره مخکې له مخکې د پګواش له اړونده مسولینو سره واضح شوې او هغوی منلې ده، او ددې پخلی یې کړی چې په نوموړي کنفرانس کې هر کس په شخصي ډول ګډون کوي، نه د کوم جهت او یا حکومت په استازیتوب.

طالبانو په داسي حال کي يو وار بيا د سولي د خبرو سره مخالفت وښووئ چي د افغانستان ۱۶ بېلابېلو ولاياتو کي جګړه روانه ده او د بېځايه سوو کورنيو شمېر تر سلګونو اوښتی دی، عام خلک له دولت او جنګياليو ډلو د سولي غوښتونکي دي، افغان دولت په پرله پسې توګه د ګاونډي پاکستان او نورو هيوادونو څخه د سولي په اړه د خبرو اترو وړانديزونه کوي خو نن يو وار بيا طالبانو د سولي د خبرو اوازې رد کړې.