د اروزګان ولايت د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره سوي خبرپاڼه کې راغلي، چې ددې ولايت د ملي امنیت ریاست منسوبینو په ځانګړو عملیاتو کي ۴ تنه وسله وال مخالفين، چي په ځينو بریدونو کي يې لاس درلود نيولي دي.
په علاميه کي راغلي، چي دغه وسله واله ډله يې په مرکز ترينکوټ کي هغه مهال ونيول کله، چي يې په يوې کلا کي ماينونه جوړول.
د دي ډلي سره یوه عراده سراچه موټر، یو موټر سایکل، یو میل کلاشنیکوف، یو میل ميګاروف تفنکچه، ۱۶ کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې، ۳ عدده انفجاري برقي کپسولونه،۲ عدده د ماین ریموټ کنټرول او نور ډول ډول مواد چي په ورانکاره فعالیتونو کي ترې کار اخستل کېده له څلور تنو سره نیولي دي.
د خبرپاڼي په حواله چې یادي څلور کسیزي ډلي د ډیر وخت راهیسي په مرکز ترینکوټ او شاوخوا سیمو کې په غلچکي او نوروبریدونو کې لاس درلود.