د روسانو سره د افغانانو سرښندونکي مبارزې يو وار بيا ثابته کړل، چي د دې مځکي بچيان د ځانونو په قربانولو سره د خپل هيواد و دفاع ته لکه تل آماده دي. د نهو کلونو خرابيو، برباديو، وژنو او تالا کولو وروسته د ١٣٦٧ هـ.ش. د دلوي پر ٢٦ مه د سرو لښکرو وروستى فوجي (تورن جنرال بوريس ګروموف) په مړو سترګو د آمو تر سيند واوښتى او زموږ هيواد د روسي مستقيم يرغل څخه خلاص سو.
خو کله چي د روسانو زړه ته دا تېر سول، چي دغه قهرمان ملت به د دوى غلامۍ ته سر ټيټ نه کړي د نورو خرابيو او برباديو په څنګ کي يې، د نفاق زڼي وکرلې. زموږ يو موټى ملت يې په مليتو را ووېشى او هر يو يې په يوه او بل نامه په جلا جلا توګه تقويه کړې. ملېشې يې جوړي او په وژونکو سلاحو او تجهيزاتو يې سمبالي کړې او د نور وروڼو مليتو په مقابل کي يې د دښمنۍ په روحيه وروزلې او تر خپلو وتلو وروسته يې د ناسور په څېر زموږ د هيواد په وجود کي پرېښوولې.
په هر صورت دا د افغانانو دپاره د وياړ ورځ وه، چي روسانو غوندي د شلمي پېړۍ يو ابر قدرت يې پر شا کړى وو خو د روسانو پر لاس جوړ سوى حکومت لا پر ځاى وو. دغه حکومت د ډاکټر نجيب الله په رهبري د مجاهدينو د رهبرۍ سره د سولي او ګډ دولت دارۍ ډېري هڅي وکړلې، خو په مختلفو دلايلو چي يو تر ټولو مهم دليل يې د دولت لاس لرل د روسانو په جناياتو کي وه دغه د روغي جوړي او ګډ دولت پيشنهادونو نتيجه ورنه کړل. د افغانستان مختلفو پرګنو او حلقو هم د نجيب دولت ته په ښه سترګه نه کتل، ځکه د تيرو لسو کلونو د خرابيو او وژنو ملګرى او عامل يې باله. د ډاکټر نجيب په دولتي دستګاه کي هم مختلفو سياسي لاسونو لوى لوى درزونه راوستلي ول. د ١٣٦٨ هـ.ش. کال د حوت ١٥ مه د هغه وخت د دفاع وزير شهنواز تڼي ناکامه کودتاه يې لويه بېلګه ده، چي د ځينو په اند بيا دغه کودتاه په اُردو کي د پښتنو د ضعيفولو يوه دسيسه وه.
د ١٣٧٠ هـ.ش. په اواخرو کي شړلي ببرک کارمل بيرته افغانستان ته راځي او د ډاکټر نجيب د کب د ١٨ مي د وينا له مخي چي ويلي وه: “نجم الدين کاوياني، سيد اکرام پيګير، محمود بريالى، ببرک کارمل او د ملېشا دوه ستر قوماندانان رشيد دوستم او سيد منصور نادري نه يوازي په ګوند کي بې اتفاقي اچوي له بلي خوا غواړي چي د افغانانو تر منځ د ژبي او نژاد پر اساس غلط فهمۍ رامنځ ته کړي…” خو لکه زموږ متل چي وايي: “د بدو پاى بد وي” په آخرو کي دوى هم لکه د ګور چنجيانو د يو او بل خوړو ته ملاوي تړلي وې.
له بلي خوا ګاونډيو هيوادونو هم د اسلام د نامه څخه د وسيلې په توګه زموږ د ملي تراژيدۍ څخه د خپلو ملي ګټو دپاره کار اخيست. دوى د افغانانو سره د ګډي مذهبي عقيدې څخه د خپلو اهدافو د رسېدو دپاره استفاده کول. د افغانستان د ملي هويت او خپلواکۍ د له منځه وړلو دپاره يې پټي دسيسې جوړي کړې. د مختلفو ګوندونو جوړولو ته يې لاري هواري کړې، په جلا جلا توګه يې تنظيم، تسليح او د يو او بل پر ضد يې د مخالفتونو زهرناکه تبليغات او سياسي کار د دوى په منځ کي وکړ او يو ګوند يې د بل په مقابل بد ګمانه کړ.
ګاونډيانو د خپلو موخو د ترسره کولو په خاطر زموږ متعادل او ملي عناصر په مختلفو نومونو د خپلو مشخصو شبکو له لاري وتښتول، شکنجه يې کړل، وې وژل، وې بېرول او يا هم نورو هيوادو ته يې و بيا مهاجرت ته اړ کړل او په دې توګه يې زموږ متعادل او د يوې رهبرۍ شخصيتونه د هيواد په چارو کي له فعاليت څخه محروم کړل.
د افغانستان پر تاريخ، کلتور، عنعناتو او ټولنيزو او سياسي ارزښتو باندي درېدل، ګناه وبلل سوه او د “هر ملک، ملک ماست که ملک خداى ماست” شعار يې د خپلو اهدافو د ترسره کولو د پاره، بېله دې چي دوى يې هم د خپلو ملي ګټو په برخه کي پر ځان تطبيق کړي، زموږ په با احساسه مجاهدينو کي را باب کړې او په اصطلاح د نړۍ د ټولو مسلمانانو دپاره کار کول يې خپل تګلاره وټاکل. خو بر عکس زموږ د هيواد غښتلى مجاهد اولس يې د يو موټي توب پر ځاى په قوم، ژبي، سيمي او نورو نومونو سره جلا کول او هر يوه ته به يې د افغانستان په باب يو جلا تصور ورکاوه او د دغو زهرناکو تبليغاتو په نتيجه کي حتی د روسانو سره د جهاد پر وخت لا هم زموږ مجاهدين متاسفانه په خپل منځ کي په جنګ او جګړو سره اخته کېدل. په تېره بيا پاکستان چي کوم تاريخي هويت يې نه درلود او د مذهبي ايديالوژۍ په اساس جوړ سوى وو، خپله بقا يې د دغسي يو ايديالوژۍ په لاره اچولو کي ليده. په پاى کي د ځينو پاکستاني سياستوالو له وينا څخه داسي هم معلومېدل، چي حتى افغانستان يې د خپلي پنځمي صوبې په توګه تصور کاوه. د دغو مسائلو په ارتباط د علامه رشاد بابا هغه شعر چي “د ګران افغانستان څخه بېروت مه جوړوئ” هغه سياسي پوهه او پېشبيني ول، چي غوښتل يې په دې توګه زموږ د هيواد مختلف اړخونه خپل سياسي او هيوادپال مسئوليت ته متوجه کړي. دغه شعر په هغه وخت کي په مستعار نامه د هغه وخت د “قلم” په مجله کي، د ډهلي د “ارمان شهيد” او د لاس انجلس د “ازادۍ” په اخبارونو کي خپور سو.
په هر صورت د ١٣٧٠ هـ.ش. کال په اواخرو کي د مجاهدينو کړۍ وار په وار پر دولت تنګېده او د ځينو سيمو واک کرار، کرار د دولت له لاسه وتى. دولت ضعيفه کېدى او زموږ قهرمان اولس د تېرو دوولسو کالو قربانيو او سرښندونو په نتيجه کي د يو خپلواک، يوموټي، آرام او پرمختللي هيواد د جوړېدو هيلي، واقعيت ته د نژدې کېدو په حال کي ليدلې. د ملګرو ملتو لوى سکرټر (بينين سيوان) په دغه وخت کي د يو عبوري حکومت د جوړولو دپاره د مختلفو جناحو سره مشورې کولې او د دغو فعاليتونو په نتيجه کي د ١٣٧٠ کال د حوت پر ٢٧ مه ډاکټر نجيب په خپله وينا کي وويل چي: “د عبوري حکومت د جوړېدو سره به د واکه لاس واخلم…” او د ١٣٧١ هـ.ش. کال د وري پر پنځمه “بينين سيوان” اعلان وکړ چي: “د اپريل په مياشت کي به يوه لويه جرګه جوړه سي او نوى اسلامي عبوري حکومت به اعلان سي.”
د اپريل د مياشتي د سولي دغه هلي ځلي د جمعيت اسلامي، د شمال د نظار شورا، د ملي اسلامي جنبش او د ځينو پرچميانو د ائتلاف له اسيته د کودتاه ښکار سوې. افغانان د کمونيستي ديکتاتورۍ څخه خلاص سول او سمدلاسه په بلي توري ديکتاتورۍ ور ننوتل. ()
د غوايي پر پنځمه کابل ته وسله وال غازيان راننوتل او بېلي، بېلي حکومتي ودانۍ يې ونيولې. د کورنيو چارو د وزارت د ودانۍ پر سر د احمدشاه مسعود او انجينر ګلبدين حکمتيار د غازيانو تر منځ خونړى جنګ پيل سو. () دغه ورځ چي بايد د افغانانو له خوا د يوه ملي جشن او آزادۍ د اخيستلو په افتخار، په مبارکيو، اتڼونو، خوشاليو او وياړونو لمانځل کېداى، متاسفانه د خارجي دسيسه ګرو، کرل سوي زوڼي پر حاصل راغلي وې او کابل د خپل منځي جنګونو، وژلو، تښتولو، لوټلو، شړلو، ورانولو، تهديدونو، سپکاويو او حتى عفتونو ته په بدو سترګو د کتونو ميدان ګرځېدلى وو. دغه د قدرت د وږو خپل منځي جنګونو د کابل ښکلى ښار په کنډواله بدل کړئ او زموږ مظلوم اولس يې بيا بې کوريو او دربدريو ته اړ کړ. په دغه څو کلو کي ټول هيواد په تېره کابل د بېشماره ناوړه پېښو شاهد وو.
د توپکيانو په دغه ناورين کي د ١٣٧١ هـ.ش. کال د دلوي ١٩ مه د کابل د دريم مکروريان، ١٦ بلاک، اتلسم اپارتمان د يو ملي فاجعې شاهد وو. چي څو بې ناموسه توپک والاوو زموږ د وطن يوه با عزتي پيغلي ته د بد نظر هڅه کول، خو دغه غيرتمنه افغانه، چي د څورلسو کالو وه، خپل مرګ يې ومانه خو هغو توپک والاوو ته يې ځان ونه سپارى (خداى Y دي جنتونه ور نصيب کړي). د دغي پيغلي قرباني تر عزت پوري له ژونده د تېرېدو د پښتنو افغانانو يو ډېر ښه مثال دئ. دلته به تاسو ته په دغه اړه د علامه رشاد هغه نظم وړاندي کړم چي «د کارنامو مېرمني» نومي ټولګي کي خوندي دئ:
اې پښتنې ناهيدې!
آ پر ساتنه د خپل پت او د عفت شهيدي!
پاکي، سپېڅلي، غيرتمني پښتنې ناهيدې!
ستا په رګو کي په رښتيا د پښتنو وينه وه
د پت پالني، د غيرت او د پښتو وينه وه
تا بې ناموسو وسله والو ته ونه سپاره ځان
برنده ځواني دي تر نامه او تر ناموس کړه قربان
ودي دانګل د شپاړسم بلاک له شپږم منزله
آفرينونه پرښتو ستا پر همت ويله
ستا و غيرت ته وې هرياني د آسمان ملکي!
وياړ دي پر تا او ستا پر قام وي د افغان ملکي!
ستا د سرو وينو له هر څاڅکي سرخرويي رازيږي
ستا په مېړانه حق لري، چي پښتنې نازيږي
پخپل ايثار دي کړې شملې د افغانانو جګي
ستا دي رتبې وي په جنت کي تر وليانو جګي
ستا پر تابوت باندي ګلونه د رحمت را اوري
ستا درجې ته د جنت حوري په رخه ګوري
ستا په وياړلي جنازه پسي چي ځي مېړونه
اوښکي يې څاڅي تر لېمو، له خولو يې ځي آهونه
ستا په تابوت پسي روان دئ يو توپان د خښم
بېره له زړه څخه ايستلې ده طغيان د خښم
په جار نارې وهي د ملک پر بادارانو وه مرګ
پر دې نا اهلو، نالايقو واکدارانو وه مرګ
چي نه مو مال او نه مو سر، نه مو ناموس ساته سي
داسي دولت، داسي اردو دي د بلا په خوله سي
وياړ دي پر تا وي اې اصيلي پښتنې ناهيدي!
په جګه غاړه افغانان په تاپسي رهي دي
وايي: “تاريخ چي د دې ملک د نامورو ليکو
ستا کارنامه به په جلي قلم په زرو ليکو”
سه شنبه ٢٠ دلو ١٣٧١ هـ.ش.
د کارنامو مېرمني، ٢٢-٢٣ مخ.