د میدان وردګو ولایت د مرکزي بهسودو ولسوالۍ اولسونو د دغه ولسوالۍ لومړني منظور شوي کثیرالرشتوي انستیتوت د ودانۍ او احاطې جوړلو په موخه ۴۰ جریبه ځمکه په وړیا ډول ورکړه.
د ولایت مقام په غوښتنه او د پوهنې وزارت په منظورۍ په مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې د لومړی ځل لپاره یوه انستیتوت،چې د مګړۍ د اقتصاد او زراعت دوه څانګې لري، په رسمي ډول په فعالیت شروع وکړه.
په همدې موخه په یاده ولسوالۍ کې غونډه جوړه شوې وه،چې د مسؤلینو سربیره په کې د یني عالمانو،قومي مشرانو، ځوانانو، ښوونکو او زده کوونکو او ګڼ شمېر نورو برخه اخیستې وه .
حاجي جمعه خان،محمد سرور او عوض علي چې د انستیتوت د ودانۍ او احاطې جوړلو په موخه یې خپله ځمکه په وړیا ډول ورکړې وویل : خوښ دي ،چې په ولسوالۍ کې د لومړی ځل لپاره یو انستیتوت فعالیت پیل کړ.
دوی زیاته کړه، د مګړۍ دغه انستیتوت د فعالیت چارې په یو غېرې مناسب ځای کې ترسره کیږي او د همدې ستونزې د حل په موخه یې ۴۰ جریبه ځمکه په وړیا ډول د انستیتوت د ودانۍ او احاطې جوړلو په موخه ورکړه.
دغه کسانو غوښتنه وکړه،چې ژر تر ژره دې په یاده سیمه کې د مسؤلینو له لورې د انستیتوت ودانۍ او احاطې دیوال جوړ شي .
د مرکزي بهسودو ولسوال جان اقا محصل د ولایت مقام او پوهنې ادارې څخه مننه وکړه،چې د دغه انستیتوت د رسمي کیدو په چارو کې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې وکړې .
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي چې د ټلیفون له لارې د غونډې ګډونوالو ته وینا وکړه ، د پوهنې وزارت څخه یې مننه وکړه،چې د دوی په وړاندیز یې په یاده ولسوالۍ کې کثیرالرشتوي انستیتوت منظور کړ.
ده همدا راز د مرکزي بهسودو ولسوالۍ له اولسونو په ځآنګړي ډول له هغو درې تنو څخه چې په وړیا ډول یې د انستیتوت احاطې او ودانۍ جوړولو لپاره ۴۰ جریبه ځمکه ورکړې مننه وکړه او له دوی سره یې ژمنه وکړه،چې د احاطې او ودانۍ جوړولو لپاره به د بودیجې په ترلاسه کولو کې جدي هلي ځلي وکړي .
اوس په میدان وردګو ولایت کې د پوهنتون او ښوونکو د روزنې مرکزونو سربیره اوه انستیتوتونه لري،چې په دغه برخه کې د هېواد د لومړۍ درجه ولایتونو په شمېر کې ګڼل کیږي .