کور / تازه خبرونه / د میدان وردګو ولایت لپاره پنخه کلن ستراتیژیک پلان جوړیږي

د میدان وردګو ولایت لپاره پنخه کلن ستراتیژیک پلان جوړیږي

د میدان وردګو ولایت مقام له لورې او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په تخنیکي همکارۍ د دغه ولایت لپاره پنځه کلن ستراتیژیک پلان جوړیږي،چې د شاوخوا درې میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړي شي .
د میدان وردګو ولایت په مقام کې په همدې موخه د دغه ولایت د سرپرست والي په مشرۍ په جوړې شوې غونډه کې،د بېلابېلو ادارو مسؤلینو او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پلان جوړونې د برخې مسؤلینو ګډون کړی وو.
د سیمه ییزو ارګانونو د پلان جوړونې د برخې غړي محمد هارون هاند وویل ولایتي ستراتیژیک پلان جوړونه په ولایتي کچه د پلان جوړونې میکانیزم دی،چې د زریزو پرمختیایي موخو د افغانستان ملي پرمختیایي ستراتیژي او ملي لومړیتوب لرونکو پروګرامونو د موخو پر وړاندې د یوه ولایت اوږد مهاله هر اړخیزه او منظمه پراختیا یقیني کوي .
ده زیاته کړه،ولایتي ستراتیژیک پلان د یو ولایت د پرمختیا لپاره په دریو سکتورونو امنیت،حکومتوالۍ او قاتصادي او ټولنیزه پراختیا برخه کې د پنځه کلونو لپاره ستراتیژیکي تګلاره معرفي کوي .
د میدان وردګو سربرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لورې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د جوړولو د هڅې ستاینه وکړه او مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه،چې د دغه چارو د بریالیتوب په موخه هرې غونډې ته هغه کسان معرفي کړي،چې د ادارې له ټولو برخو څخه پوهاوی ولري.
ده زیاته کړه، د دغه پلان په جوړېدو سره به د حساب ورکونې او روڼتیا برخه غښتلي شي،چې د اداري فساد په لمنځه وړلو کې هم همکاري کولای شي.
دا په داسې حال کې ده،چې تر دې وړاندې د ولایت مقام له لورې پنځه کلن پرمختیايي پلان،د ۱۳۹۳ د اجرائتو رپوټ او ۱۳۹۳ کال پلان شوې پروژو معلومات هم د کتاب په بڼه چاپ او ولسونو او مسؤلینو ته ویشل شوي دي .