د روزګان ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت سرپرست امنيه قوماندان ګلاب خان وژل سوى.
د چارواکو په وينا چي نوموړى د خپل يوه بل ملګرى سره يو ځاى په مرموز ډول وژل سوى دئ .
د دې ولايت د والي وياند د پېښي پخلى کوي او وايي چي د نوموړي سره يو بل کس هم ورسره وو خو هغه تر اوسه ژوندى دئ .
نوموړى د تېرو دوولسو کلونو راهيسي د دې ولايت د جنايي جرمو په وړاندي مبارزه کوله او تر مطيع الله خان تر وژني وروسته د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ سرپرست قوماندان ټاکل سوى وو چي تېره شپه په مرموز ډول وژل سوى دئ.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه