کراچۍ: د بي بي سي اومشال راډيوگانو د خبرله مخې پاکستانۍ فعاله سبین محمود په کراچۍ کې په یوه مرګوني برید کې ووژل شوه.اغلې سبین محمود چې د (سیکنډ فلور) په نامه د بحث یوه ټولنه یې جوړه کړې وه د سیکنډ فلورد بحث له غونډې وروسته له خپلې مور سره د کور په لور روانه وه چې برید پرې وشو.نوموړې په دغه ټولنه کې د هغو بلوڅانو د خلاصون لپاره کمپاین کاوه چې پاکستان کې په زوره نادرکه کېږې.د راپورونو له مخې اغلې محمود چې کله نن (اپریل ۲۴مه) سهار نهه بجې د سیکنډ فلور له دفتر راووتله، ناپېژانده وسله والو پرې ډزې وکړې چې پایله کې یې نوموړې ټپي شوه او روغتون ته تر رسېدو یې ساه ورکړه.سبین محمود له مړینې یوازې دوه ساعته مخکې پر انسټاګرام خپل انځور خپور کړی و چې نوموړې په کې د سیکنډ فلور ودانۍ کې د (د بلوچستان چوپیتا له منځه وړل) په نامه غونډې کې یې ګډون کاوه.سبین محمود له مړینې یوازې دوه ساعته مخکې پر انسټاګرام خپل انځور خپور کړی و.اوسمهال پاکستان کې پر ټویټر د سبین محمود نوم تر ټولو ډېر د لټون ټکی دی او زرګونه خلک په دې اړه خپلې تبصرې او د غوصې او خپګان څرګندونه کوي.پاکستانۍ لیکوالې کامله شمسي پر ټویټر لیکلي: “ما دوه کاله مخکې سبین ته ویلي وو چې باید احتیاط وکړي او دې راته ویلي وو (یو څوک خو باید مبارزه وکړي)، د خدای په امان ملګرې، ته په موږ کې تر ټولو ښه وې”. د وژل شوې سبین محمود په پاکستان کې د مدنې ټولنې یو له مخکښو شخصیتونو څخه وه. نوموړې له تېرو څو کلونو راهسې د کراچۍ په شتمنه سېمه کلفټن کې د (ډي سیکنډ فلور) په نامه یو داسې اداره جوړه کړېده چې د بشري حقونو په ګډون د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه غونډې کوي.د مدني ټولنې یو فعال غړي ناصر منصور له سبین محمود سره په یو شمیر پروګرامونو کې ونډه اخیستې ده .نوموړي وویل چې د سبین محمود لخوا په جوړه شوې اداره کې هغو خلکو ته د هلو ځلو لپاره ځای ورکول کېږي چې بل ځای د خپل ږع پورته کولو اجازه نه لري.ناصر منصور وویل ، د سبین محمود فورم په ټوله مانا کې این جي او نه ده ، دا یو داسې فورم دی چې خلکو ته پکې د خپلې خبرې لپاره یو چوکاټ په لاس ورکوي، دلته به خلکو ته د هغې خبرې کولو موقع په لاس ورکول کیده چې په نورو ځایونو کې د هغه موقع یا اجازه چاته نه ورکول کیږي،دې فورم کې به خلک راغونډیل او خپله خبره یې کوله.ناصر منصور زیاته کړه چې په پاکستان کې اوس هم ډېر داسې موضوعات دي چې خلک پرې بحثونه کول غواړي خو د داسې بحثونو لپاره دغو خلکو ته د زمینه نه ورکول کیږی.د ده په وینا ، د سبین محمود په فورم کې د امنیتی ادارو پر اخراجاتو، د ورک کړل شوو بلوڅانو پر موضوعاتو،د جنیسي اړیکو په اړه بحثونه او په هنر او ادب کې چې کوم بندیزونه دي پر هغه د بحث کولو لپاره خبرې او څیړنې کیدلې.ناصر منصور زیاتوي چې د دې ترڅنګ د سین محمود ادارې د موسیقۍ او د دې د زده کړې لپاره په وړه کچه ځینې پروګرامونه هم درلودل. د وژل شوې سبین محمود ملګرې او د مدني ټولنې یوه بله مخکښه مهناز رحمان وایي ، د سبین محمود د ادارې (دي سیکنډ فلور) په څېرپرمختګ خوښوونکې بله اداره په پاکستان کې نشته.مهناز رحمان وویل ، سبین محمود د اپرېل پر ۲۴مه په دې اداره کې پر بلوچستان یو پروګرام وکړ چې له هم دې پروګرامه وروسته ورباندې دا مرګونی برید وشو. تر دې وړاندې دا پروګرام د لاهور په لمز پوهنتون کې ترسره کېدی خو هلته پرې بندیز لګول شوی وود مدني ټولنې غړی ناصر منصور وایي د سبین محمود وژل په پاکستان کې د بیان د ازادۍ په وړاندې د خنډونو جوړولو برابر ګام دی.سبین محمود په کراچۍ کې پیدا شوې وه. نوموړې لومړنۍ زده کړې له کراچۍ او لوړې زده کړې له لاهوره ترسره کړې وې .نوموړې په۲۰۰۷ کال په کراچۍ کې پر بیلا بیلو موضوعاتو د سمینارونو ، پروګرامونو او بحثونو لپاره خپله پورته یاده شوې اداره ( دي سیکنډ فلور) جوړه کړې وه.