پېښور:دبي بي سي د خبرله مخې د پښتونخوا د عوامي نېشنل ګوند پخوانی وتلی غړی او سناتور اعظم خان هوتي د ۶۹ کلونو په عمر ومړ.نوموړی به د چارشنبې پر ماښام مردان کې د جنازې له مراسمو وروسته خاورو ته سپارل کېږي.هغه له ډېرې مودې راهیسې د ساه لنډۍ پر ناروغۍ اخته و خو د ګوند ځینې غړي وايي نوموړي د مرۍ سرطان درلود چې له کبله به یې دی ډېر کله ناروغ و.اعظم خان هوتي په ۱۹۸۰ کال کې په عملي ډول سیاست پیل کړ او په لومړي ځل یې له مردان نه ولسي جرګې (قومي اسمبلۍ) ته ځان کاندید کړ خو ټاکنو کې پاتې راغی.هغه په لومړي ځل په ۱۹۹۰ کال کې د مردان لپاره د ولسي جرګې د غړي په توګه وټاکل شو او وروسته بیا د هغه وخت د لومړي وزیر نواز شریف په حکومت کې د مخابراتو ایالتي وزیر دنده ورکړل شوه.ښاغلی هوتي په ۱۹۹۷ کال کې هم د ولسي جرګې غړی شو او دوه ځلې یې مشرانو جرګې ته هم لار ومونده.اعظم خان هوتي د نواز شریف له نږدې ملګرو ګڼل کېده او په ۱۹۹۹ کال کې د نواز شریف حکومت له پرځېدو وروسته ښاغلی هوتي د فساد د تورونو په تړاو نیول شوی هم و او څو میاشتې په بند کې و.پر نوموړي د پاکستان د (موټر وې) لویې لارې په پروژې کې د فساد تورونه لګول شوي وو.اعظم خان هوتي د خیبر پښتونخوا د پخواني وزیر اعلی امیر حیدر خان هوتي پلار او د عوامي نېشنل ګوند اوسني مشر اسفند یار ولي خان ناسکه ماما هم وویل کېږي د عوامي نېشنل ګوند ولي د جوړولو پر مهال د اغلې بیګم نسیم ولي ورور اعظم هوتي هم د پردې تر شا د دې ملاتړ کاوه.د نوموړي خور بیګم نسیم ولي خان چې د پښتونخوا مهم سیاسي شخصیت بلل کېږي، د عوامي نېشنل ګوند د مشر ولي خان کونډه ده.نسیم ولي خان څو کاله مخکې د ځینو مخالفتونو له کبله له عوامي نېشنل ګوند نه ایستل شوې وه چې له هغې وروسته نوموړې د ای این پي ولي (عوامي نېشنل ګوند ولي) په نامه یو بل سیاسي ګوند جوړ کړ.ویل کېږي د دغه ګوند د جوړولو پر مهال د اغلې بیګم نسیم ولي ورور اعظم هوتي هم د پردې تر شا د دې ملاتړ کاوه.د ای این پي لوړپوړي مشران وايي د ای این پي ولي ګوند جوړولو کې اعظم هوتي مهم رول ولوباوه ځکه هغه غوښتل له اسفند یار ولي نه غچ واخلي.ویل کېږي اعظم خان هوتي درې ودونه کړي وو او له همدې کبله ډېر ځله له جنجالونو سره مخ و.د امیر حیدر خان هوتي په ګډون د اعظم خان هوتي ټولو ټولو زامنو د نوموړي پر وروستي واده سخت مخالفت ښودلی و او دغه مخالفتونه وروسته په رسنیو کې هم خپاره شول او له دغې خبرې یوه لویه مسله جوړه شوه.اعظم خان هوتي له کورنیو مخالفتونو نه وروسته په رسنیو کې پر عوامي نېشنل ګوند او اسفندر یار ولي خان سخت تورونه ولګول چې له کبله یې دی له دغه ګونده وایستل شو.ویل کېږي چې د دغو کورنیو مخالفتونو پر مهال اسفند یار ولي خان د اعظم خان هوتي د زامنو او خپلې خور ملاتړ کاوه چې له کبله یې دی سخت خپه و.