د ناټو په مشرۍ دایساف ځواکونه ادعا کوي چې تېره شپه په دوی او دملي اردو په مرکزونو باندی دپاکستان له خاوری وسلوالو طالبانو دیارلس توغندي توغولي او دوی یې په ځواب کې توپونه ورشړلي دی.
د ایساف د ځواکونو ویاند جنرال کارلوس برانکو لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې د پاکستان له خوا تېره شپه د پکتیکا او خوست ولایتونو په سرحدي سیمو کې دیارلس توغندي ورویشتل شوي خو دوی او ملي اردو ته یې کوم زیان ندی اړولی ولې د دریو ماشومانو په ګډون یې څلور تنه ملکي کسانو وژلي او ۱۷ تنه نور یې ټپیان کړي دي.
ویاند برانکو وویل چې د ډزو وروسته دوی دپاکستان نظامي چارواکو ته موضوع ویلي او بیا وروسته بېرته پاکستان برید کړی ، برانکو وویل چې توغندي د پولې له هاغې غاړي له دری سوه کیلومټرۍ څخه پری ویشتل شوي دي.
هغه وویل ناټو او افغان ځواکونه حق لري چې خپل ځواب وسلوالو ته ورکړي.
لا تراوسه پاکستان د پېښې په اړه کوم غبرګون ندی ښودلی.