کور / تازه خبرونه / د غېرقانوني پيسو اخستونکو مخه نيسو

د غېرقانوني پيسو اخستونکو مخه نيسو

د کندهار سرپرست والي امنيتي مسوولينو ته وويل چي په کندهار کي په جدي ډول د هغو کسانو مخه ونيسي چي له خلکو څخه د مرستو او کاروبار په نوم پيسې اخلي.
د نن چهار شنبې امنيتي غونډه کي په ولايت مقام کي د کندهار د سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په مشري جوړه سوې وه.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا امنيتي ځواکونو ته وويل چي په دغه ولايت کي د هغو کسانو مخه ونيسي چي له خلکو څخه د مرستو په نوم پيسې اخلي. نوموړي زياته کړه چي په دغه ولايت کي يو شمېر داسي کسان تر سترګو سوي چي له خلکو څخه د مرستو يا انلاين کاروبار په نوم پيسې اخلي او خلک تېرباسي. ويسا زياته کړه: دغه ډول فرېبکاري چي له خلکو څخه په يوه و بل نوم پيسې اخلي، د نړۍ په نورو هيوادونو کي هم سته، خو موږ بايد د دغه ډول کسانو په کلکه مخه ونيسو، تر څو خپل ګران هيوادوال د دوی له فرېب څخه وژغورو. له ښاريانو څخه هيله کوو چي په دغه ډول حالاتو کي له اړوندو سکټوري او غيرسکټوري رياستونو سره په تماس کي سي.
ښاغلي ويسا زياته کړه چي هره اداره که غواړي د کندهار له خلکو سره مرستي وکړي، بايد له ولايتي ادارې سره ثبت او د خپل فعاليت رسمي جواز ولري، تر څو ټول کاري پلان يې واضح وي.
داراز په غونډه کي د خوست د پيښي شهيدانو ته د فردوس جنت، ټپيانو ته د عاجلي شفا او اهل بيت ته د جميل صبر غوښتنه وسوه. د کندهار سرپرست والي ټينګار وکړ چي په کندهار ښار کي د موټرانو د غلاوو مخه ونيسي او ويې ويل چي ښاروالۍ رياست ته يې دنده سپارلې چي په ښار کي تر ممکنه حده پارکنګونه جوړ کړي تر څو د موټرونو د غلاوو مخه ونيول سي.
ښاغلي ويسا وويل چي په دې وروستيو کي په کندهار کي د کوډګرانو او تعويذګرانو فعاليت ډېر سوی او دا د ټولني په زيان دی. هغه زياته کړه امنيتي ځواکونه مسووليت لري چي د حج و اوقاف او علماوو شورا رياستونو په ګډون د تعويذګرانو مخه ونيسي او خپل هيوادوال د دوی له فرېبکارۍ څخه وژغوري.
د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي وويل چي د محبس بنديانو ته بايد د پوهني رياست د نصاب مطابق د زده کړو زمينه برابره سي تر څو دوی وکولای سي له خوشي کېدو سره ټولني ته د خدمت جوګه واوسي. هغه ژمنه وکړه چي د بنديانو لپاره به د حرفوي زده کړو زمينه هم برابروي.