پېښور : په پېښور کې د(کاروان تنظيم پښتونخوا) او (دپښتونولۍ ټولنې ځوانان پښتونخوا له خوا) دپښتو دغزل دڅلورو نومياليو هريو ارواښاد شمس القمر انديش ، ارواښاد اکرام الله ګران ، ارواښاد ميا عنوان الدين کاکا خېل او ارواښاد ډاکټر صاحب شاه صابر په ياد غونډه رابلل شوې وه .غونډه دقاري طاهر عابد له خوا دقران عظيم شان دڅو مبارکو اياتونو په تلاوت پېل شوه دکاروان دتنظيم مشر خالد ايوب دغونډې کوربه و . دريځوال يې پروفيسر نويد ، حيران مومند اونامتوسندرغاړى کرن خان و . مشران ميلمانه يې فخرالدين کاکا خيل ، سنګر شاه ، ډاکټر اسرار،نعيم شاظفرشاکاکاخېل او برق ټاکل شوي و .ويناوال يې باز محمد عابد، اجمل صادق ، ډاکټر اظهار الله اظهار ، اباسين يوسفزى ، اسير منګل ، صادق ژړک ، شمعه بي بي ، حيران باجوړى ، فاروق مومند ، معظم جان ، داود تپاند ، ناصر على سيد ، فيصل فاران ، فضل عظيم عظيم ، جنرال عبدالصمد مومند ، اقبال شاکر او نورو دڅلور واړو نامتو غزل بول شاعرانو دژوند په بيلا بيلو اړخونو رڼا واچوله او ددوي ميړنه يې دپښتو ادب او په ځانګړې ډول دغزل دپاره لوى تاوان وباله . او وويل چې پاتې اثار يې د پښتنو ميراث دى . غونډه په مازيګرانۍ پاې ته ورسيده .