کور / تازه خبرونه / شمسي: د ميانشين سړک جوړېدو ټينګار وکړ

شمسي: د ميانشين سړک جوړېدو ټينګار وکړ

“په هر صورت بايد په نژدې راتلونکي کي د میانشين ولسوالۍ د عمومي سړک د جوړېدو چاري پيل سي” دا څرګندوني د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي تېره ورځ ماځيګر مهال د يوې غونډي پر مهال وکړې. په غونډه کي د مرستيال والي تر څنګ د کليو پراختيا رئيس انجنېر عبدالقيوم، د ملي پيوستون ساحوي مسوول کريم پوپل، د میانشين ولسوال روزي خان او د دې ولسوالۍ د پرمختيايي شوراګانو مشرانو ګډون کړی وو.

د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي وويل چي د میانشين ولسوالۍ د خاشکش د سړک د پروژې تخنيکي چاري بايد ژر تر ژره پای ته ورسيږي، تر څو د دې پروژې عملي چاري پيل سي او د خلکو په وړاندي پرتې ستونزي هواري سي.

ښاغلي شمسي زياته کړه چي د ملي پيوستون ساحوي دفتر دي د ولسوالۍ د پرمختيايي شوراګانو استازي راوغواړي او موافقه دي په وکړي چي د کوچنيو پروژو پيسې دي د دې ولسوالۍ د عمومي سړک پر پروژه ولګوي. نوموړي وويل: د ولسوالۍ د سړک خراب حالت حکومتي مسوولينو ته کومه ستونزه نه ده جوړه کړې، خو د ولسوالۍ خلکو ته يې بې کچي ستونزي زېږولي دي. که فرضاً عاجله ناروغي پېښه سي يا عامو کسانو ته کومه ستونزه پېښه سي، نو په ډېر ځنډ تر ښاره رارسول کيږي، خو که سړک جوړ سي، د ټولو خلکو ستونزي ورسره هواريږي او زموږ هداف دا دی چي د ولسوالۍ خلکو ته اسانتياوي برابري کړو.

نوموړي داراز يادونه وکړه چي که دا پروژه عملي سي نو مرستندويه ادارې هم دې ته زړه ښه کوي چي په ميانشين ولسوالۍ کي نوري پروژې عملي کړي او د ولايتي ادارې پلان هم دا دی چي بېلابېلي پروژې ليرو پرتو ولسواليو ته وغځوي.

نوموړي د ملي پیوستون مسوول ته سپارښتنه وکړه چي د پروژې د عملي کېدو طرزالعمل جوړ کړي او د ټولو شوراګانو له مشرانو څخه موافقه واخلي او داراز يې يادونه وکړه چي هيڅوک حق نه لري د کوچنيو پروژو د پلي کېدو لپاره پيسې راوباسي.

د ولايت مقام تخنيکي او سکټوري رئيس عبدالحکيم حکيمي وويل چي د سړک سروې يې کړې او ۱۹ شوراګانو موافقه کړې پاته ۱۲ شوراګاني پاته دي چي ډېر ژر به د ملي پيوستون ساحوي مشر نوري شوراګاني حاضري کړي.