کور / تازه خبرونه / کندهار: ښوونکي تنکي ماشومان شکنجه کوي

کندهار: ښوونکي تنکي ماشومان شکنجه کوي

د کندهار د چوڼۍ په سيمه کي د انجنير سرتاج کارتې اوسيدونکی پنځه کلن سبحان الله د خپل ښوونکي لخوا تر هغه وهل سوی او شکنجه سوی دی چي له بدنه يې ويني وبهېږي.
د نوموړي اکا رحمت الله وايي چي ماشوم په داسي حال کي کورته راغئ چي پر اوږو او ملا د زخمونو له امله يې کميس نسوای اغوستلای.

پنځه کلن سبحان الله د انجنير سرتاج کارتې په مسجد کي پر مولوي شاګرد دی خو د مسجد مدرس حافظ صاحب په دې چي ولي يې د نوروز په ورځ رخصتي کړې وه په وينو لړلی کورته ولېږه.
د کندهار د والي مرستيال عبدالعلي شمسي د لراوبر سره په اړيکه کي د پېښي په اړه خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چي دامنيې قومندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې آمريت ته يې د پېښي د څېړلو امر کړيدی.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ريس دواخان مينه پال د پنځه كلن زخمي ماشوم د تصويرونو په ليدلو وويل چي د ماشوم سره ډېر ظلم سوی دی او دوی به هم پېښه تعقيب کړي او هم به په راتلونکي ولايتي مجلس کي د سرپرست والي او نورو ريسانو سره په غونډه کي دداسي نورو پېښو د مخنيوي په اړه بحث کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ د نوي تعليمي کال د پيل په مراسمو کي د پوهني پر وزير او رسنيو ږغ کړی و چي د زده کوونکو او طالب العلمانو وهلو او شکنجه کولو د ناوړه دود مخه دي ونيول سي.
د يادوني وړ ده چي د ډيورنډ کرښي پر دواړو خواو پرتو پښتون مېشتو سيمو کي يو زيات شمېر سيمي د تعليم له نعمت څخه بې برخي دي هلته چي د لوست او زده کړي نسبي اسانتيا سته بيا يې زده کوونکي د نامسلکي استادانو لخوا د لت و کوپ د تهديد سره مخامخ وي.
يو شمېر کارپوهان ميندي او پلرونه هم ملامتوي چي د ماشومانو کړه وړه ښوونځيو يا مدرسو ته تر لېږلو وروسته نه تعقيبوي.