عامي روغتيا رياست، شخصي روغتونونه او طب پوهنځی بايد سره وصل سي، تر څو روغتيايي اسانتياوي تر ليرو پرتو ولسواليو پوري ورسيږي.
دا څرګندوني د کندهار سرپرست والي پرون ماځيګر د هغه د کار په دفتر کي وکړې. په دې ناسته کي د کندهار د سرپرست والي ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ په افغانستان کي د روغتيا نړيوال سازمان مشر ډاکټر ريچارډ ټيپر کرون ورسره پلاوي، د کوچنيانو د مدني ټولني مشري ډاکټر رنګينې ويسا، د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا او يو شمېر نورو کسانو ګډون کړی وو.
د کندهار سرپرست والي ډاکټر توريالي ويسا وويل چي عامي روغتيا رياست، شخصي روغتونونه او طب پوهنځی بايد خپل امکانات سره شريک کړي، تر څو خپل خدمات تر ليرو پرتو ولسواليو پوري وغځوي. نوموړي په يو شمېر ولسواليو کي د روغتيايي اسانتياوو د برابرولو پر اهميت مفصلي خبري وکړې او ويې ويل چي د يادو درو سکټورونو په يو ځای کولو کي د روغتيا نړيوال سازمان ښه رول لرلای سي.
نوموړي ټينګار وکړ چي د روغتيا په برخه کي دي مرستندويه ادارې خپلي مرستي همږغي کړي، تر څو د ضرورتونو پر اساس خلکو ته خدمات وړاندي سي. ويسا زياته کړه ځيني موسسات سته چي د شخصي ګټو په خاطر پخپل سر له اړوند دولتي سکټور پرته پروژې پلي کوي چي په تېر کي دغه ډول کړنو ښه نتيجه نه ده ورکړې، ځکه نو هره مرستندويه اداره بايد خپل پروګرامونه د ولايتي ادارې د ضرورتونو پر بنياد عملي کړي او د لنډمهاله هغو پر ځای اساسي او بنسټيز کارونه وکړي.
د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا له ياد پلاوي څخه وغوښتل چي مسلکي او باسواده واکسيناتوران ورته وروزي او همدارګنه په ليري پرتو ولسواليو کي د روغتيايي مراکزو په بيا فعاله کېدو کي مرسته ورسره وکړي او امکانات ورته برابر کړي ځکه دولتي اداره دومره بودجه نه لري چي په ولسواليو کي په کم امتياز روغتياپالان په دنده وګماري.
په افغانستان کي د نړيوال روغتيايي سازمان عمومي مشر ډاکټر ريچارډ ټيپر کرون وويل اداره يې په دغه هيواد کي د ظرفيت لوړني، د پوليو، تبرکولوز او ملاريا د ناروغيو د محوي او د مور او ماشوم روغتيايي حالت د سموني په برخو کي کار کړی او غواړي په راتلونکي کي هم دا خدمات لا نور پراخ کړي او حتی د شخصي سکټور د پياوړتيا په برخه کي هم کار کوي. نوموړي ژمنه وکړه چي د ولايتي ادارې وړانديزونه به جدي نيسي او په دې برخو کي به کار کوي.