د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلی عبدالمجید خوږیاڼی وایي په ۹۳ کال کې د بهرنیو ځواکونو په نشتون کې د دوی له شتوالې کورنیو ځواکونو ګڼ شمېر لاسته راوړنې درلودې .
ده زیاته کړه،تېر کال د دغه ولایت امنیت د بهرنیو ځواکونو څخه کورنیو ځواکونو ته سپارل،د دغه ولایت محبس،امنیه قوماندانۍ او همغږۍ مرکز ته ودانۍ جوړول او د نږدې درې زرو په شاوخوا کې د پولیسو او ملي اردو په لیکو کې د ځوانانو جذبول یې په امنیتي برخه کې له لاسته راوړنو څخه دي .
د هغه په وینا د کابل ـ بامیانو او کابل ـ غزني لویو لارو امنیت خوندیتوب،د کوچي او هزاره قومونو ترمنځ د جګړې نشتوالی،له پنځه کلنو وروسته د چک ولسوالۍ لارې پرانسته او د دغه ولسوالۍ د امنیت خوندیتوب یې په امنیتي برخه کې تېر کال له نورو لاسته راوړنو څخه دي .
د میدان وردګو سرپرست والي وایي تېر کال امنیتي ځواکونو نږدې ۱۵۰ ځلې خپلواک عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د دغه ولایت امنیتي وضعه ښه شوې او د ا مهال د نا امنه ولایتونو په لیست کې نه شمېرل کیږي.
هغه زیاته کړه،یادې لاسته راوړنې یې د اولسونو د همکارۍ ترڅنګ د امنیتي ځواکونو لخوا ترلاسه کړي دي او له همدې امله یې د لوړ پوړو چارواکو څخه د ستاینې غوښتنه کوي .
دا په داسې حال کې ده،چې په ۹۳ کال کې په میدان وردګو ولایت کې د بېلابېلو پېښو پر مهال ۱۱۶۷ وسله والو طالبانو، ولسي وګړو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په تېر کال کې ۴۷۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې،چې ۳۰۶ تنه یې وژل شوي،۱۷۲ یې ټپیان او ۲۴ نور د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندي نیول شوي دي .
په دغه کال کې امنیتی ځواکونو د ۱۴۳ بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې شاوخوا ۴ زره کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې چې به بوریو او بوشکو کې ځای پر ځای شوي وو، نیولي دي .
د یادو عملیاتو په ترڅ کې شاوخوا ۷ سوه ماینونه خثثی شوي او امنیتي ځواکونو ۵۹ پایې مخابرې،۱۵ میله ارپي جي راکټ،۴۱ میله کلاشینکوف،۶ میله پیکا،یو میل هاوان او ۱۶ میله راکټ بي ام یک نیولي .
د معلومو له مخې په دغه کال کې شاوخوا ۲ زره فیره د هاوان،۸۲ ملي متري توپ،راکټ،پیکا او کلاشینکوف مرمۍ او ۸۷ عرادې موټرسایکلونه چې مخالفینو ترې ګټه اخیسته هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
په دغه کال کې ۱۵ تنه چې د مخالفینو له لورې تښتول شوي وو،د امنیتي ځواکونو له لورې د عملیاتو په ترڅ کې د دوی له منګولو ازاد او کورنیو ته سپارل شوي .
په دغه کال کې ۲۵۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې،چې ۱۱۰ تنه یې وژل شوي او ۱۴۷ نور ټپیان شوي دي .
۱۳۵ ملکي وګړو ته په ترافيکې پېښو،۹۱ ملکي وګړو ته د وسله والو طالبانو او ۱۷ نورو ته د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښتو کې مرګ ژوبله اوښتې .
د معلوماتو له مخې په دغه کال کې ۴۳۲ امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده،چې ۱۳۱ یې وژل شوي او ۳۰۱ نور امنیتي منسوبین ټپيان شوي دي.