د هلمند مدني ټولنې مشر او غړي يې د هلمند په ننني ځان وژونکي بريد کې د وژل سويو اولسي وګړو له امله خواخوږي ښيې او وايي، په دې ورستيو کې هلمند کې پرلپسې بمي چاودنې وشوې چې پکې ګڼ شمېر ولسي وګړي مړه او ژوبل شول.
دوی له وسله والو غواړي چې د ملکي خلکو له مرګ ژوبلې دې لاس واخلي.
نن چهارشنبه د حوت پر ۲۷ هلمند د يوې درنې چاودنې شاهد و چې په ترڅ کې يې ۷ ولسي وګړو ووژل شول او د ۴۳ نور ټپيان شول، په ټپيانو کې پوليس هم شامل دي.
د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد وايي، په دغه ولايت کې امنيت د اندېښنې وړ دی، نوموړي کشفي دولتي ارګانونه هم په خپل کار پاتې بولي او وايي په هلمند کې د يوې اونۍ په ترڅ دا درېيمه چاودنه ده چې پکې بې شمېره ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.
د دغه ټولنې مشر او غړي پر وسله والو غږ کوي چې د ولسي وګړو له مرګ ژوبلې دې لاس واخلي.