وسله والو طالبانو په خپله يوه انټرنيټي رسنۍ کي خبر ورکړ چي په هلمند ولايت کي ئې د حکومت پر يوه پوسته ئې حمله کړې او په پايله کي ئې د هغوى لوري ته درنه مرګ ژوبله اړولې.
طالبان وايي چي دا پېښه نن غرمه ۱۱ نیمي بجې د لشګرګاه ښار دولایت ودانۍ باندي د دوى د يوه ملګري له خوا په ځانوژونکي بريد کي رامنځ ته سوې.
طالبان ليکي چي په دې بريد کي ئې د دې ولايت د والي وياند په ګډون ګڼ شمېر حکومتي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله حکومت تر اوسه څه نه دي ويلي.