کور / تازه خبرونه / د کندهار ورزشکارانو د سوک وهني په برخه کي د برونزو مډال وګټى

د کندهار ورزشکارانو د سوک وهني په برخه کي د برونزو مډال وګټى

يوه اوونۍ وړاندي د کندهار ولايتي ادارې په خاصه پاملرنه او د ايران کونسلګرۍ په مرسته د کندهار او کابل ۸ د سوک وهني ورزشکارانو ايران ته سفر وکړ او هلته يې د اسيا په کچه له يو شمېر هيوادونو سره د سوک وهني سيالۍ وکړې ده.
په دغه سياليو کي چي په ايران کي جوړه سوې وې د ياد هيواد د څلورو ټيمونو ترڅنګ د افغانستان، پاکستان، ترکيې، د اغستان او يو شمېر نورو هيوادونو څخه پکي د سوک وهني لسو لوبډلو ګډون کړی وو.
په دغه سياليو کي د بشيراحمد د کندهار څخه او الله داد د کابل توانيدلي، چي دريم مقام او د برونزو مډال لاسته راوړي.
تېره ورځ ماځيګر يادو ورزشکارانو په داسي حال کي د کندهار له سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا سره وکتل چي د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، د ولايتي شورا غړو او د ايران کونسل حميدرضا کريمي هم ګډون کړی وو. د کندهار سرپرست والي يادو ورزشکارانو ته د مبارکۍ تر څنګ وويل افغانان په هره برخه کي د پام وړ استعدادونه لري، که دغه ډول زمينه ورته برابره سي کولای سي د نړۍ له هر هيواد سره سيالي وکړي. ښاغلي ويسا خوښي وښوده چي کندهاري ورزشکارانو، د اسيا په کچه له پرمختللو هيوادونو سره د سوک وهني په سيالۍ کي مخ سوي او دريم مقام يې لاسته راوړی دی. هغه وويل کندهار ولايتي اداره د ځوانانو او ورزشکارانو لپاره خورا ښه نيت لري، چي تر وسه به کوښښ وکړي، څو دلته دننه او بهر دهيواد څخه ورته دغه ډول سيالۍ رامنځته کړي.
والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا دايران هيواد دجنرال قونسل څخه هم مننه وکړه چي د کندهاري ورزشکارانو سره يې په ياده برخه کي همکاري کړې ده. دغه راز د کندهار د سپورټ او بدني روزني امر محمد الله ګلالي او ورزشکارانو دکندهار ولايتي اداري او ايران قونسل څخه مننه وکړه چي د دوی لپاره يې د اسياپه کچه د سوک وهني په سياليو کي د ګډون چانس برابر کړی وو. هغوی وويل په يادو سياليو کي يې ډېري تجربې ترلاسه کړيدي. هغوی د کندهار ولايتي اداري څخه بيا هم د دغه ډول زمينو دبرابرولو غوښتنه وکړه.