کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم ترډېره د وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو د نوروز د تیاریو په اړه مطالب خپاره کړي دي.
ویسا خپلواکې ورځپانې په خپله نننۍ ګڼه کې لیکلي چې د ولسي جرګې اداري پلاوی به نن د سولې د خبرو د څرنګوالي په اړه له ولسمشر سره وګوري.
ویسا د ولسي جرګې د دوهم مرستیال نذیراحمد احمدزي له خولې لیکلي، له ولسمشره به غوښتنه وکړي چې د دوی یو پلاوي ته هم د سولې په خبرو کې د ګډون موقع ورکړي.
نوموړي ویلي چې د وکیلانو له ګډون پرته د سولې خبرې بې مانا دي.
اصلاح دولتي ورځپاڼې بیا د افغانستان د مشرانو جرګې د ریس فضل هادي مسلم یارله خولې لیکلي چې طالبانو سره د خبرو د اړتیا ملاتړ کوي.
اصلاح لیکلي مسلم یار ویلي که چېرې طالبان غواړي د سولې د بهیر او د جګړې بندیدو ته خپل صداقت وښيي نو باید ورانکار بریدونه بند کړي.
ورځپاڼه د مشرانو جرګې د ریس له خولې دا هم لیکي، که چېرې د سولې د خبرو لوری پاکستان او د دغه هېواد استخبارتي سازمان وي، باید پاکستان افغانستان ته د تروریستانو د راننوتلو د مخنیوي په برخه کې صادقانه عمل وکړي.
هېواد دولتي ورځپاڼه بیا په خپلې نننۍ ګڼه کې د نوي کال د ورځې لپاره د امنیتي تیاریو په اړه لیکلي دي.
هیواد وايي، د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د نوروزجشن د نمانځلو لپاره لازمې امنیتي تیارۍ نیول شوی خو په بلخ کې به دا تیارۍ د نورو ولایتونو په پرتله ډېر وې.
هېواد د کورنیو چارو وزارت د ویاند صدیق صدیقي له خولې لیکلي چې د پولیسو ریزرفي ځواکونه چمتو دي او د اړتیا په صورت کې به ورنه کار واخیستل شي.
انیس دولتي ورځپاڼه بیا د کابل، مزار شریف په لویه لاره د سالنګونو د حفظ او مراقبت د ریاست د تیاریو خبر ورکوي او وايي چې لازم تدابیر نیول شوي دي.
انیس لیکي چې چارواکو ډاډ ورکړی چې خلک به د جنډې پورته کولو په مراسمو کې د ګډون اود ګل سرخ په میلې کې د تګ، راتک پر مهال له ترافیکي ستونزو سره مخ نه شي.
انیس دولتي ورځپانې دغه شان په خپله سر مقاله کې هیله ښوودلې چې نوی کال او نوروز د افغانانو لپاره د سولې او امن کال وي .