پېښور: دبي بي سي د خبرله مخې په پېښور کې د ډاکټر شکیل اپریدي پخوانی وکیل سمیع الله اپريدي په یوه وسله وال برید کې په ډزو ووژل شو.پرډاکټر شکیل اپریدي تور لګول شوی چې د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې یېاسامه بن لادن ته د رسېدو په برخه کې له امریکا سره مرسته کړې وه.دډزو دغه پېښه د پېښور په پجګۍ روډ کې را منځ ته شوه. د متهرا تاڼې یوه چارواکي وویل ډزې هغه مهال وشوې چې سمیع الله اپریدی خپل کورته روان و.سمیع الله اپریدی د ډاکټر شکیل اپریدي په قضیه کې د هغه وکیل و خو څه موده مخکې له دغې قضیې لاس په سر شوی و. نوموړي ویلي وو چې هغه ګواښونه تر لاسه کړي وو.تر اوسه کوم ځانګړي کس یا ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی او پولیس په دې اړه پلټنې کوي.پولیس وايي اوسمهال دا ویل ګران دي چې سمیع الله اپریدی د شکیل اپریدي د قضیې له کبله په نښه شوی دی.سمیع الله اپریدي څه موده مخکې له پاکستانه بهر سفر کړی و او په دې وروستیو کې بېرته ستون شوی و.د نوموړي له لاس په سر کېدو وروسته اوس قمر ندیم د ډاکټر شکیل اپریدي قضیه د وکيل په توګه پر مخ وړيیادهدې وي چې د خیبر ایجنسۍ سیاسي ادارې د ۲۰۱۲ کال په مې میاشت کې ډاکټر شکیل اپریدی ته سخت دریځو سره د همکارۍ او د امنیتي ځواکونو پر ضد د فعالیتونوپه تور د ۳۳ کلونو د بند سزا اورولې دهپر تورن دا تور هم دی چې ده دپاکستان په ایبټ اباد ښار کې د اسامه بن لادن په لټون کې د امریکا څارګرې ادارې سي آی اې سره په ادعا شوي ډول مرسته کړې وه.ډاکټر شکیل اپریديد فوکس تلویزون سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې ده ته مالومه نه وه چې سي آی اې به اسامه په نښه کوي او نه ورته دا مالومه وه چې د ده د کار له کبله یو ځانګړی کس په نښه کېږي ديوخپرله مخې د جندالله په نامه يوې وسله والې ډلې پرنوموړي دبريد مسوليت منلى دى