دغه خبره د بهرنيو چارو سرپرست وکړه ، هغه وویل ترڅو چې د افغان کډوالو ستونزې حل نه سي، په هېواد کې سوله ناشونې ده، ځکه کډوال همېشه پر افغان حکومت باندې د فشار د يوې وسيلې په توګه کارول سوي دي.
د بهرنيو چارو سرپرست او دکډوالو وزیر او اداري معين عتيق الله عاطف مل مشرانو جرګې عمومي غونډې ته غوښتل سوى و،
عاطف مل وويل، چې د کډوالو ستونزې ته د پاى ټکي کېښودو لپاره يوې پياوړې ارادې ته اړتيا سته ، او زیاته يی کړه که چېرې په هېواد کې د افغان کډوالو لپاره د ژوندانه اسانتياوې برابرې شي نو په ايران او پاکستان هېوادونو کې به هيڅ افغان پاتې نه سي.
د کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو وزير سيدحسين عالمي بلخي هم مشرانو جرګې ته دوینا پرمحال وویل چي تېره اوونۍ په پاکستان کي د افغانستان، پاکستان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د عالي کمېشنرۍ په درې اړخيزه ناسته کې پرېکړه وسوه چې په ياد هېواد کې د ١،٦ ميليون کارت لرونکو افغان کډوالو کارتونه به د يوې بلې مودې لپاره هم وغځول سي.
بل خوا بیا د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ويلي ترڅو پورې چې افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه نه سي، نو د سولې ټينګښت ستونزمن دي، ځکه کډوال همېشه پر افغان حکومت باندې د فشار د يوې وسيلې په توګه کارول شوي دي.
د راپورونو له مخې اوسمهال د نړۍ په څه باندې ٥٢ هېوادونو کې شا وخوا اوه نيم ميليون افغان کډوال ژوند کوي.
چي له جملی څخه يي له درېيو ميليونو څخه زيات په پاکستان، يونيم ميليون په ايران او پاتې نور د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ژوند کوي.